د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه د ملاتړ برخې مرستیال، ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي او د خونې د مشرتابه پلاوي یوشمېر غړو، د قرغیزستان سفارت سوداګریزې آتشې، ښاغلي دانیار ژیلچیف او د دې هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې ځانګړي استازي، ښاغلي مام بیکوف عظمت سره د خونې په مرکزي دفتر کې ولیدل.
ښاغلي بارکزي، خونې ته د قرغیزستان د یادو مسوولانو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې څرګنده کړه چې د قرغیزستان د خونې د استازي په توګه د ښاغلي عظمت ټاکل کېدل به د دواړو خونو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډو همکاریو د لا پراختیا لامل شي.
ښاغلي ژیلچیف، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښاغلي مام بیکوف، عظمت د خپلې خونې د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړی دی.
ښاغلي عظمت، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي سره په لیدنه خوښي وښوده او د خپل هېواد له لوري یې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا په اړه د علاقمندۍ یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو او همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس، ښاغلي محمد ولي امیني د دواړو هېوادونو د خونو ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو او د سوداګریزو اړیکو او ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، ډېر فرصتونه شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي او د قرغیزستان د خونې د ځانګړي استازي په توګه د ښاغلي عظمت ټاکل کېدل په دې برخه کې یو مهم ګام دی.
په دې ناسته کې د خونې د مدیره پلاوي ښاغلو غړو، الحاج عبدالله رحیمي، الحاج حمیدالله حبیبي، الحاج سخي احمد نورزاد او الحاج محمد یوسف یوسفي هم ګډون درلود او هر یوه د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.