د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال ښاغلي الحاج حبیبالله عمر، د مرکز مدیره پلاوي غړو او یو شمېر ملي سوداګرو په حضور کې، د افغان–امریکا ګډې سوداګرۍ خونې له رئیس، ښاغلي جیفري ګرایکو سره د مزارشریف په ښار کې وکتل.
ښاغلي هاشمي په دې لیدنه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او د ګډو همکاریو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو خونو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د نړیوال بانک او د اسیا د پراختیا بانک لهخوا د افغانستان د خصوصي سکتور سره د نویو همکاریو په ځانګړې توګه د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ یادونه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس د وړاندیز له مخې باید دغه مرستې د خونې په همغږۍ اړمنو متشبثینو او واقعي سوداګرو ته ورسېږي.
همدارنګه په دې لیدنه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د بانکي ستونزو، په ځانګړي ډول د سوداګرو د پیسو د لېږد، د امریکا او هند ترمنځ د هوکړې پر بنسټ د چابهار بندر د کارونې په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه چې کولی شي نوي ټرانزیټي او سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي.
د افغان–امریکا ګډې خونې له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه.