ښاغلي سید کریم هاشمي، اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي حسن روستایي، د ایران د سفارت سوداګریز اتشه، او د هغه له مل پلاوي سره، په مرکزي دفتر کې وکتل.
ښاغلي هاشمي د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پرمختګ په حال کې وبللې او د دغو اړیکو د لا ټینګېدو غوښتنه یې وکړه. هغه له ښاغلي روستایي وغوښتل چې د ماشینونو، نفتو موادو، خامو موادو او د موټرو د تېلو په سکتورونو کې سوداګر وهڅوي څو د څلورم ملي او نړیوال امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان سوداګرو سره په ګډو پانګونو کې برخه واخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس همدارنګه د تېلو او مایع ګاز په برخه کې د افغانستان د نویو نورمونو او ملي معیارونو په اړه چې تازه د حکومت له لوري پلي شوي، معلومات ورکړل.
نوموړي له ښاغلي روستایي وغوښتل چې د خپل هېواد خصوصي سکتور ته د دغو معیارونو په اړه معلومات ورکړي، څو هغه مواد چې افغانستان ته صادریږي، د نورمونو سره برابر وي او د سرګردانۍ او مالي زیان لامل نه شي.
ښاغلي روستایي د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي او د یاد نندارتون لپاره یې د ایرانی سوداګرو د چمتووالي یادونه وکړه. نوموړي ژمنه وکړه چې د ایران سوداګر به د افغان سوداګرو سره په بېلابېلو سکتورونو کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.
دوشنبه، د زمري ٢٧مه، ۱۴۰۴