د تازه مېوې صادروونکو سوداګرو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې.

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د اتاق د کنفرانسونو په سالون کې له تازه مېوې صادروونکو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدلې.
 
د تازه مېوې صادروونکو، د اتاق د تلپاتې همکاریو څخه د ستاینې ترڅنګ، د افغانستان د تازه مېوې د فصل له رارسېدو او د هغې د صادراتو پر مهال د شته ستونزو په ځانګړې توګه د چابهار بندر له لارې هندوستان ته، یادونه وکړه او د دغو ستونزو د هوارولو لپاره یې د اتاق همکارۍ وغوښتې.
ښاغلي مهمند، د تازه مېوې صادروونکو د وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته، په ځانګړي ډول د چابهار بندر او له دې لارې هندوستان ته د صادراتو په اړه، ژمنه وکړه چې د اتاق مشرتابه به د تازه مېوې صادروونکو ستونزې د حکومت له اړوندو ادارو، د چابهار بندر له مسوولینو او د هندوستان له چارواکو سره شریکې کړي او د حل په موخه به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي. هغه زیاته کړه چې که اړتیا پېښه شي، د ستونزو د حل لپاره به د اتاق مشرتابه د یو شمېر تاجرانو سره یو ځای چابهار بندر ته سفر وکړي او د موجودو ستونزو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه به له مسوولینو سره خبرې وکړي.
 
 
 
 
 
یکشنبه، د زمري ۱۹مه، ۱۴۰۴