ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي حاجي محمد ابراهیم محب، ملي سوداګر او د AIB بانک رئیس، ښاغلي حاجي نصیر احمد د نصیر احمد لمتید شرکت رئیس او له وتلو سوداګرو څخه، او ښاغلي مایل آغا خیرخواه د افغانستان د نړیوال اتاق رئیس او ملي سوداګر سره، د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
ښاغلي ابراهیم محب، نصیر احمد او مایل آغا خیرخواه د ښاغلي هاشمي د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د اتاق له نوي مشرتابه سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي هاشمي، ملي سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اقتصادي ودې، د اسانتیاوو برابرولو، د پانګونې جلبولو او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په برخه کې خپل ژمنتیا څرګنده کړه او له ټولو افغان سوداګرو او پانګهوالو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
شنبه، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۱۸