ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د سپين بولدک د اتاق له رئیس او مشرتابه پلاوي او د کرنیزو ماشین آلاتو له تخصصي کمیټې سره د اتاق په مرکزي دفتر کې وکتل.
د سپين بولدک د اتاق مشرتابه پلاوي او د کرنیزو ماشین آلاتو تخصصي کمیټې ښاغلي هاشمي ته د اتاق د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کړې او د خپلو ولایتونو د خصوصي سکتور اوسنۍ ستونزې یې د اتاق له عمومي رئیس سره شریکې کړې.
هغوی له ښاغلي هاشمي وغوښتل چې د خپلو ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي، د سپين بولدک د اتاق او د کرنیزو ماشین آلاتو د تخصصي کمیټې د مشرتابه پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ، اتاق یې د ټول هېواد د سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وباله او د هېواد د اقتصاد د ودې او د خصوصي سکتور ټولنې د خدمت په برخه کې یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
نوموړي د هېواد د ټولو سوداګرو د ستونزو په هوارولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.