د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د اتاق د عامل پلاوی د مالي او اداري مرستیال سرپرست ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې، د هېواد د غاليو اتحادیې د مشرتابه پلاوي له غړي ښاغلي غلام فاروق سخي زاده او د هغه له مل پلاوي سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې چې په شهرنو کابل کې موقعیت لري، لیدنه وکړه.
ښاغلي سخي زاده، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نوي رئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ورسره یې د غاليو سکتور او د یادې اتحادیې د فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي له اتاق سره د یادې اتحادیې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
ښاغلي هاشمي، ښاغلي سخي زاده او د هغه مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد د اقتصاد په وده او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابرولو کې د غاليو د تولیدوونکو او صادرونکو په ګډون د تاجرانو رول مهم وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د خصوصي سکتور د ستونزو په حل او اسانتیاوو برابرولو کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
سهشنبه، د زمري ۱۴مه، ۱۴۰۴