د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي، د کاپيسا ولایتي اتاق له مشرتابه پلاوي او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې له مشرانو سره، د اتاق د مشرتابه پلاوي په مرکزي دفتر کې وکتل.
د کاپيسا اتاق مشرتابه او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې مسئولینو، ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، د خپلو کاري فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل او د خصوصي سکتور عمده ستونزې یې له نوموړي سره شریکې کړې.
ښاغلي هاشمي د کاپيسا د اتاق مشرتابه او د برقي وسایلو د تخصصي کمېټې مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د ټولو هېوادوالو سوداګرو ګډ کور وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې باید یو لوی سهمي شرکت جوړ شي، چې پکې د برقي وسایلو ټول اقلام تولید شي.
هغه د سهمي شرکتونو رول د بېکارۍ په لهمنځه وړلو او د هېواد په مختلفو برخو کې د ځان بسیاینې لپاره ارزښتناک وباله او له دوی یې غوښتنه وکړه، چې خپلې ټولې ستونزې په لیکلي ډول اتاق ته وسپاري، تر څو اتاق د اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ د موجوده ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
دوشنبه، د زمري ۱۳مه، ۱۴۰۴