ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه له غړو، د هېواد له پیژندل شویو سوداګرو او د یو شمېر حکومتي ادارو له مسئولینو سره چې د عمومي رئیس د ټاکل کېدو د مبارکۍ لپاره راغلي وو، د اتاق د مشرتابه په دفتر کې، لیدنه وکړه.
سوداګرو او مېلمنو ښاغلي هاشمي ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ده تر مشرۍ لاندې به د هېواد خصوصي سکتور د سوداګرۍ او اقتصاد په بېلابېلو برخو کې وده وکړي.
ښاغلي هاشمي، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه غړو، سوداګرو او مېلمنو راتګ ته هرکلی ووایه، او د خصوصي سکتور د یووالي، د هېواد د اقتصادي ودې، او د شته ستونزو د حل په موخه یې خپله ژمنتیا او هڅې څرګندې کړې.
همداراز، د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي، د خپل سفارت له خوا یو استازی واستاوه تر څو ښاغلي هاشمي ته یوه ډالۍ ورکړي او د عمومي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړي او ښاغلي هاشمي ته په کاري چارو کې یې د بریا هیله وکړه.
یکشنبه، د زمري ٢١مه، ۱۴۰۴