د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور پلاوي سوداګریزه ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د نظریاتو تبادلې او پانګونې د جلب په موخه د «د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتور د پلاوي سوداګریزه ناسته» په کابل ګرند هوټل کې ترسره کړه.
 
په دې ناسته کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا، توشک جوړولو، فرنیچر، سبزیجاتو، نفت او ګاز، لوژستیک، آرایشي توکو، ساختماني، لمریزې انرژۍ او ماشین آلاتو په برخو کې له ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو څخه د زیاتو ارزښت لرونکو تفاهم‌لیکونو لاسلیک وشو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویله، ازبیکستان یې د افغانستان نږدې دوست، د ګډو فرهنګي ارزښتونو لرونکی او یو مهم اقتصادي شریک یاد کړ او د ازبیکستان د تجارتي پلاوي سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم وباله.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان سرتاسري امنیت او سولې، د سیمې او نړۍ پانګوال هڅولي چې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي هاشمي د سوداګرۍ وده، د پانګونې زیاتوالی، د حکومت اړوندو ادارو لخوا د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د اداري پروسیجرونو ساده کول، د پانګونې بالقوه او بالفعل ظرفیتونو، پراخو طبیعي او معدني منابعو شتون، او له سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا د افغانستان د اقتصادي اړیکو د نوي فصل نښه وبلله. نوموړي د ازبیکستان سفیر څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزې په صدور کې جدي اسانتیاوې رامنځته کړي.
د اتاق عمومي رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تعرفو د کمښت په هدف د امضاشوي تجارتي تفاهم‌لیک هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم نورالدین عزیزي، په دې ناسته کې د خپل وروستي ازبیکستان سفر یادونه وکړه او د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې یې د پرمختګ په حال کې وبللې. نوموړي افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا د ترانزیت وصل نقطه وبلله او له افغان او ازبیک سوداګرو یې وغوښتل چې له موجودو فرصتونو ګټه واخلي او په ګډه پانګونه وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د اسلامي امارت له مشرتابه او د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه د خصوصي سکتور د ملاتړ او د بهرني تجارتي سیاستونو د وضاحت له امله مننه وکړه. هغه د افغانستان، ازبیکستان، قزاقستان، آذربایجان، ترکمنستان او ترکیې ترمنځ د ګډې سوداګرۍ اتاق جوړول مهم وباله، څو د افغانستان د تولیداتو صادرات زیات شي، د خصوصي سکتور ستونزو ته ژر رسیدنه وشي او ترانزیتي اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي مهمند، افغانستان د آسیايي هېوادونو د ترانزیت مرکز وباله او د ازبیکستان سوداګر یې وهڅول چې خپل توکي د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته انتقال کړي. نوموړي، اوسنی فرصت د ګډو پانګونو لپاره ارزښتناک وباله.
ښاغلي ای بیک عثمانوف د دې ناستې له تنظیموونکو څخه مننه وکړه او دغه ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهمې وبللې. نوموړي، د افغانستان سرتاسري امنیت د اقتصاد، صنعت او تجارت د ودې لپاره مهم وباله او ډاډ یې ورکړ چې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل کې به له اتاق سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلي تاشمتوف، د ازبیکستان د سوداګرۍ د اتاق د صادراتو رئیس، د تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي یادونه وکړه او دا ډول ناستې یې ارزښتناکې وبللې. هغه د خپل سفر اساسي موخه، له افغان سوداګرو سره ګډې پانګونې او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل مناسبې لارې موندل یاد کړل.
په دې ناسته کې، د یادو شویو ویناوالو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غړو، د ازبیکستان تجارتي پلاوي او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر پانګوالو ګډون کړی و.
 
 
 
 
یکشنبه، د زمري ۱۲مه، ۱۴۰۴