د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق لومړي مرستیال د دوحې درېیمه کاری ګروپی ناسته کې ګډون و کړ.

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د قطر هېواد ته ولاړ او د دوحی درېیمه کاري ګروپی ناسته کې ګډون وکړ.
 
دا ناسته د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د تېرو اقداماتو د ارزونې، او د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیز ثبات د ملاتړ لپاره د همغږۍ په موخه، د ۲۰۲۵ کال د جون له ۳۰مې تر جولای ۱مې پورې، په دوحه ښار کې د ۲۵ څخه د زیاتو هېوادونو او ۵ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شو.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکتور لپاره د نړیوالې ټولنې د لا زیات او مؤثر ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د کوکنارو د کر کیلې بندیز، د اداري فساد له منځه وړل، او سرتاسري امنیت د افغانستان د اوسني حکومت سترې لاسته راوړنې دي. نوموړي دا اقدامات د صادراتو د زیاتوالي او د پانګوالو لپاره د پانګونې د زمینې برابرولو په لور یو لوی ګام وباله.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د خصوصي سکتور کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي، د بانکي اسانتیاوو او د پیسو د انتقال زمینه برابره کړي، او پانګوال وهڅوي چې په بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تولید، ودانیزو چارو او د کرنې د میکانیزه کولو په برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د خصوصي سکتور شته ظرفیتونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم وبلل او له نړیوالو استازو یې وغوښتل چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، څو افغانستان وکولای شي د ځان بساینې پر لور ګام واخلي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال له ټولو هېوادونو وغوښتل چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي او د خصوصي سکتور د همغږۍ لپاره هڅې وکړي. نوموړي همداراز له ملګرو ملتونو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د لنډمهاله بشري مرستو پر ځای، د افغانستان پر دوامدارو اقتصادي پروژو پانګونه وکړي
 
 
 
 
 
چهارشنبه، د چنګاښ ۱۱ مه ۱۴۰۴ کال