د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، ښاغلی توکل احمدیار، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې آذربایجان هېواد ته، د ایکو سازمان د سوداګریز فورم کې ګډون وکړ.
په دې سفر کې، د اتاق د مشرتابه غړی ښاغلي سلطان محمد صافي، د هېواد نومیالی تاجر حاجي زلګی عظیمی، او یو شمېر نور افغان پانګوال هم ورسره مل وو.
ښاغلي احمدیار د ایکو سازمان له غړو او د فورم له تنظیموونکو مننه وکړه او هېله یې وښوده چې دا ډول ناستې د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي.
نوموړي افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د نښلونکي پُل په توګه یاد کړ او ویې ویل چې هېواد مو د خپل ژیو-استراتیژیک موقعیت له مخې کولای شي د ترانزیت، سوداګرۍ او سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.
هغه له ایکو غړو وغوښتل چې د ګډو پانګونو، ترانزیتی دهلېزونو جوړولو او د سیمهییزو همکاریو د پراخوالي له لارې دې د دوامداره پرمختګ زمینه برابره کړي.
دا ناسته د آذربایجان د فزیولی ښار کې ترسره شوه چې پکې د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو، د پاکستان، ایران، ترکیې، آذربایجان، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان د سوداګرۍ اتاقونو رئیسانو او اقتصادي ادارو استازو ګډون کړی و.
چهارشنبه، چنګاښ ١١مه، ۱۴۰۴