د یوه میاشتني کارآموزۍ پروګرام چې د «جهان» او «جهان کابل» د لوړو زده‌ کړو مؤسسو محصلینو لپاره په اتاق کې ترتیب شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د خپلو همکاریو د دوام په ترڅ کې له خصوصي لوړو زده‌ کړو مؤسسو سره، کارآموزي پروګرام چې یو میاشت مخکې یې د «جهان» او «جهان کابل» د لوړو زده‌ کړو مؤسسو د ۲۵ تنه محصلینو لپاره پیل کړی و، په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
 
په دې ښوونیز پروګرام د فراغت په مراسمو کې، ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري سرپرست مرستیال، ښاغلی حنیف الله بشار، د «جهان کابل» د لوړو زده‌ کړو مؤسسې رئیس، د اتاق د بېلابېلو دیپارتمنټونو یو شمېر مسوولین، او همدارنګه د «جهان» او «جهان کابل» مؤسسو استادانو ګډون درلود.
ښاغلي پوپل د تحصیلي سکتور رول د هېواد د اقتصاد په ودې او بیارغونه کې مهم وباله، او هېله‌یې وښوده هغه محصلین چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په بېلابېلو دیپارتمنتونو کې یې یوه میاشتنی کارآموزي دوره یې تېره کړې، وکولای شي له ترلاسه شویو تجربو څخه په خپلو راتلونکو عملي کارونو کې ګټوره استفاده وکړي.
د جهان او «جهان کابل» د لوړو زده‌ کړو مؤسسو مسؤلینو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق څخه د محصلینو د کارآموزۍ په برخه کې د تیرو کلونو د دوامداره همکاریو او په ځانګړي ډول د روان کال د ۲۵ تنو محصلینو د کارآموزۍ په برخه کې د بېلابېلو دیپارتمنتونو له ښې همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه، او غوښتنه یې وکړه چې دغه همکارۍ دې په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
 
 
 
 
 
 
دوشنبه، د چنګاښ ۹ مه ۱۴۰۴ کال