د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي سلطان محمد صافي او د نړیوالو اړیکو مسئول ښاغلي عبدالمتین غالب په حضور کې، له آغلې اسلحان چې د یوناما دفتر د اقتصادي برخې مسئوله ده او د هغې له مل پلاوي سره د اتاق د مشرتابه دفتر کې ولیدل او د ګډو همکاریو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند آغلې اسلحان او د هغې مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یوناما دفتر له مسئولینو څخه د خصوصي سکتور ستونزو د شریکولو او همکارۍ له امله مننه وکړه او له دې ادارې څخه یې وغوښتل چې په ځانګړې توګه د لاسي صنایعو په برخه کې د کوچنیو متشبثینو ملاتړ ته پاملرنه وکړي.
نوموړي د خپلو وروستیو سفرونو چې یو شمېر اروپايي هېوادونو ته ترسره شوي وو، لاسته راوړنې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې اروپايي خصوصي سکتور یې پانګونې ته هڅولی او همداراز یې د څلورم ملي او نړیوال نندارتون امام ابوحنیفه (رح) کې ګډون ته بلنه ورکړې ده.
ښاغلي مهمند له یوناما دفتر څخه وغوښتل چې د تولیدي فابریکو د پیاوړتیا او د سیمې په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو سره د افغان سوداګرو لپاره د ترانزیت اسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي هند او پاکستان د افغان تولیداتو لپاره ښه بازارونه وبلل او د یوناما دفتر رول یې د بدیلو بازارونو په موندلو کې مهم وباله.
همداراز یې له یوناما دفتر وغوښتل چې د صادراتو د معیاري کولو لپاره د لابراتوار جوړولو په برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.
ښاغلي صافي یوناما دفتر د اتاق له مهمو شریکانو څخه یاد کړ او ترې وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره د کار زمینو برابرولو په برخه کې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.
آغلې اسلحان د هغې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل چې ټاکل شوې ده د افغانستان د خصوصي سکتور د ستونزو د تشخیص او د هغو د شریکولو لپاره د دوحې د کاري ډلې کنفرانس کې جوړه شي، او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په یادې ناسته کې ګډون وکړي.
هغې همداراز له لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې د یوناما دفتر او د اتاق د مشرتابه دفتر (مرکزي او ولایتي) تر منځ د یوې ګډې غونډې په تدویر کې ورسره همکاري وکړي.
سې شنبه، د ثور ۲۳مه، ۱۴۰۴