د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خوست د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق تجارتي مرستیال، شیرین آغا سخي د اتاق مالي ریاست رییس ، سید جاوید برهان د نړیوالو اړیکو رییس، خانجان الکوزی د مشرتابه پلاوي غړی او د افغان ـ پاک اتاق رییس او میر زمان پوپل د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست د خوست د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له رییس ښاغلي شهباز تڼي او د دغې اتاق له مشرتابه سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.
 
ښاغلي شهباز د خوست د اتاق د کلونو فعالیتونو، لاسته راوړنو او د ولایت د خصوصي سکتور د اوسنیو ستونزو په اړه د مرکزي اتاق مشرتابه ته معلومات وړاندې کړل او ترې ویې غوښتل چې د دغو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
ښاغلي مایل احمدي ښاغلي شهباز او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، خوست یې له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه یاد کړ او ویې ویل چې دا ولایت له پاکستان سره د ګډ ترانزیټ وصل ټکی دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره به د اتاق له اساسنامې سره سم، هر اړخیز ملاتړ وشي. همداراز، ده د افغانستان د خصوصي سکتور غړو ته د لا زیاتو آسانتیاوو برابرولو په موخه لازمې لارښوونې هم وړاندې کړې.
 
 
 
 
 
دوشنبه، د غویی ۲۲مه، ۱۴۰۴