د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صادراتو د پراختیا په موخه، په ځانګړې توګه د هوایي کارګو له لارې د توکو د لېږد د اسانولو لپاره، خپله دویمه ناسته د اتاق د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال الحاج حبیب الله عمر، د وچې مېوو د صادرونکو، د درملو او جامو د واردوونکو اتحادیو د استازو او همدارنګه د یو شمېر صادرونکو او واردوونکو سوداګرو په ګډون، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې جوړه کړه.
ښاغلي حبیب الله عمر، د هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د دې ناستې هدف د هوایي کارګو له لارې د هېواد د صادراتو د اسانتیاوو رامنځته کول وباله او له ګډونوالو سوداګرو یې څخه یې وغوښتل چې خپلې نظریې، وړاندیزونه او ستونزې څرګندې کړي، څو د اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ د حل لپاره یې هڅې وشي.
ښاغلي محمد ولي امیني، د اتاق عامل رئیس، د هوایي کارګو د ارزښت په اړه په هغو هېوادونو کې چې سمندر ته لاسرسی نه لري، خبرې وکړې او د هېواد د صادراتو پر وړاندې د اوسنیو ستونزو په نظر کې نیولو سره یې د هوایي کارګو کارونه یوازینی غوره انتخاب وباله. نوموړي زیاته کړه چې د صادراتي توکو د انتقال لګښت د راکمولو لپاره، په ځانګړې توګه هندوستان ته، د درملو، آرایشي توکو او الکترونیکي وسایلو واردات د هوایي کارګو له لارې کولای شي د صادراتي توکو د لېږد کرایه کمه کړي، او واردوونکي یې وهڅول چې له هوایي کارګو څخه ګټه واخلي.
په دې ناسته کې د درملو واردوونکو او د صادراتو سوداګرو خپلې نظریې او وړاندیزونه وړاندې کړل، او د ځینو حساسو توکو لکه درملو د واردولو لپاره د هوایي کارګو د کارولو چمتووالی څرګند کړ. هغوی له حکومتي مشرتابه څخه د انتقال د کرایې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.
په پای کې، ښاغلي الحاج حبیب الله عمر، د ناستې د پایلو په ټولیزه ارزونه کې زیاته کړه چې د هندي توکو واردات د هوایي کارګو له لارې نه یوازې دا چې په لږ وخت کې ترسره کېدای شي، بلکې د صادراتي توکو د انتقال په کرایه هم مستقیم اغېز لري. هغه له ګډونوالو سوداګرو وغوښتل چې نور واردوونکي هم وهڅوي څو له هوایي لارې د توکو واردولو ته مخه کړي.
شنبه، د لړم ۳مه، ۱۴۰۴


