د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چابهار بندر په اړه په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، سوداګرو او د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلینو هم حضور درلود، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د چا بهار بندر په جوړه شوې معلوماتي ناسته کې ګډون وکړ.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د چابهار بندر د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د ترکمنستان، ازبکستان او اذربایجان لپاره له اقتصادي پلوه یو مهم بندر وباله او د دغه بندر له لارې د سوداګرۍ د بهیر په چټکتیا، د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د سویلي او مرکزي آسیا څخه روسیې او له روسيې څخه د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو ته د صادراتي او وارداتي محمولو لیږد خدماتو په معیاري کولو يې ټینګار وکړ.  

په دې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر، د منځنۍ اسیا او ایران د هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو، د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو استازو، سوداګرو او لویو بهرنیو صنعتکارانو هم حضور درلود او د چابهار بندر د اقتصادي اهمیت او د سیمې له بندرونو سره د چابهار بندر د پرتله کولو او په دغه بندر کې د شته اسانتیاوو په اړه یې بحث او خبرې وکړې.