د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د میډیوټک مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د پوهنتونونو او لوړو زدکړو مؤسسو فارغانو او په ادارو کې د شته زدکړیالانو د وړتیا لوړونې او دوی ته د خصوصي سکتور په شرکتونو کې د کارموندنې په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د میډیوټک مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یاد هوکړه لیک پربنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو زدکړیالانو، لوړو زدکړو مؤسسو او پوهنتونونو فارغانو چې اتاق ته د میډیوټک مؤسسې لخوا معرفي کیږي، وړتیا لوړونې او د خصوصي سکټور هغه شرکتونو چې مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لري، د دوی په ورپیژندلو کې همکاري کوي.

یاد هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک او د میډیوټک مؤسسې مسؤل ښاغلي احمد ولي احمدي لخوا لاسلیک شو.