د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په قطر کې میشت افغان سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند قطر ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د افغان سوداګرو سره لیده کاته وکړل او په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو او سوداګرۍ پراختیا خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند وویل چې هېواد کې د ټولیز امنیت شتون، د اداري فساد او کوکنارو کښت نه شتون د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده او په قطر کې له میشت افغان سوداګرو يې وغوښتل چې هېواد ته بیرته راستانه او په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
سربیره پردی، ښاغلي مهمند په قطر کې میشت افغان سوداګرو څخه وغوښتل چې په قطر کې د سوداګرو شورا جوړه کړي څو په یاد هېواد کې د سوداګرو له ګټو د ملاتړ کولو ترڅنګ، د دوی شته ستونزې حل کړي.

په قطر کې میشت افغان سوداګرو په یاده برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل د افغانستان له حکومت سره د همغږۍ په ترسره کولو سره، سوداګرو ته د ویزو د صدور، ځمکې توزیع او ګمرکي تعرفو برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
په قطر کې میشت افغان سوداګرو ژمنه وکړه چې که چیرې پورته یادو برخو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي دوی تیار دي چې هېواد ته راستانه شي او د بیخبنسټونو، د کرنې میکانیزه کولو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.