د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د یو شمیر سوداګرو او واردوونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ او د غزني اتاق رئیس او د مرکزي اتاق څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري يې ملتیا کوله د پلاستیکي بوریو تولیدونکو او واردوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې، په پلاستیکي بوریو د لوړې ګمرکي تعرفې، یادې ستونزې د حل مناسبو لارو چارو او په کور دننه د پلاستیکي بوریو تولید زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

د پلاستیکي رولونو واردوونکو سوداګرو خپلې ستونزې په دی ډول مطرح کړې "د مالیې وزارت د ګمرکونو معینیت له مخکني خبرداري پرته د ګمرکي تعرفو بیه له ۱۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړه کړې ده چې، یاده چاره سوداګرو ته د ستونزو رامنځته کیدا سبب ګرځیدلې ده. هغوی د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره د دوی د ستونزو په حل کې همکاري وکړي."

ښاغلي مهمند د پلاستیکي رولونو واردوونکو سوداګرو د ستونزو د اوریدلو پرمهال د سوداګرو په لاره کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ او د پلاستیکي بوریو تولید برخه کې يې د دوی هڅې وستایلې.
نوموړي د پلاستیکي رولونو واردوونکو څخه وغوښتل چې خپل د اړتیا وړ پلاستیک په کور دننه د پلاستیک تولیدونکو څخه وغواړي ځکه چې، یاده چاره کولی شي د هېواد د خصوصي سکتور او سوداګرۍ د پیاوړتیا سبب شي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د سوداګرو په لاره کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په برخه کې د سوداګرۍ اتاق د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې یاده ستونزه به د ګمرکونو له معینیت سره شریکه او د حل په برخه کې به يې هر ډول اړینه همکاري ترسره کړي.