د افغانستان د درملو د خدمتونو ټولنې له مسوولینو سره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه هيئت غړو ناسته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو د چهارشنبې په ورځ، د روان کال د حمل میاشتې په ۱۳مه نېټه د افغانستان د درملو د خدمتونو ټولنې له مسوولينو سره د اتاق مقر کې وکتل.

په دې ناسته کې د اتاق د مشرتابه هيئت غړو د درملو وارداتو او د خلکو د ډیرې تقاضا په تړاو د درملو د وړاندې کوونکو ټولنې د مسوولینو ستونزې واورېدې او له دې مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د هیواد روغتیايي بنسټونو سره همکاري وکړي، ترڅو د کرونا ویروس د خپریدو ډیره مخه ونیول شي او کنټرول شي، له هغوی غوښتنه وشوه چې د ضدعفوني موادو په وړاندې کولو کې له اتاق سره هم همکاري وکړي.

د افغانستان د درملو د خدمتونو ټولنې مسوولینو خپله نسبي ژمنتیا وښوده چې د سوداګرۍ او پانګونې په غوښتنه به ضد عفوني مواد راټول او وړاندې کړي او د اتاق له طريق به یې اړوندو بنسټونو ته ورسوي.