ښاغلي حاجي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ، د ترکمنستان هېواد د رسمي بلنې په اساس د هغه هېواد د پانګونې په فورم کې د ګډون لپاره، د خپل رسمي سفر پر مهال د ښاغلي نوکر ګلي اتاقلي یف، د ترکمنستان د صدراعظم د سوداګرۍ او صنعت مرستیال، سره په عشقآباد ښار کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د پورته موضوعاتو تر څنګ، د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال د سوداګرۍ او صنعت په چارو کې ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د تبادلو د پراخوالي او د ګډو پانګونو د زیاتوالي لپاره به د ترکمنستان د تاجرانـو له یوې ډلې سره کابل یا مزارشریف ښار ته سفر وکړي.
چهارشنبه، د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۶مه