د بېلابېلو سکتورونو یوشمېر سوداګرو او پانګه‌والو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره خپلې ستونزې شریکې کړې.

ښاغلي آرین زلګی عظیمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، د اتاق د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال او د مشرتابه پلاوي د یو شمېر غړو په حضور کې، د بېلابېلو سکتورونو له سوداګرو او پانګه‌والو سره په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
 
سوداګرو او پانګه‌والو خپلې ستونزې د سرو زرو د کانونو د استخراج، د معیاري لابراتوارونو د نشتوالي او نورو برخو کې د اتاق له رهبري سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې د اړوندو حکومتي ادارو په همغږي د اتاق همکاري وغوښته.
د اتاق رهبري پلاوي د سوداګرو او پانګه‌والو د خبرو او ستونزو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو حکومتي مقاماتو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې به هڅې وکړي.
دوی له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري، څو پر بنسټ یې اقدامات وشي.
 
 
 
پنجشنبه، د وږي، ۲۰مه، ۱۴۰۴