ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره، د اتاق د عمومي ریاست په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې، دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د خصوصي سکتور د همکارۍ د کچې د لوړولو او د ګډو پانګونې فرصتونو د رامنځته کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي هاشمي، ترکمنستان د افغانستان ښه ملګری وباله چې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري، او د خصوصي سکتور له غړو سره د هغوی د همکاریو او خدمتونو، د هېواد د بنسټیزو تاسیساتو په بیا رغونه کې د هغوی د ونډې، په ځانګړي ډول د آقینه ـ اندخوی، تورغونډي ـ هرات د اورګاډي پټلۍ، او د هېواد د ختیځو ولایتونو د وروستي زلزلې له زیانمنو سره د مرستو له امله قدرداني وکړه. نوموړي د افغان او ترکمن تاجرانـو ترمنځ ګډې پانګونې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په ښه والي کې مهمې وبللې او له سفیر څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.
ښاغلي خواجه عوضوف، د افغانستان سره د خپل هېواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر دوام د خپل ډاډ د څرګندولو تر څنګ، د خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو نندارتونونو جوړول د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د تولیدي توکو په معرفي کولو کې مهم وبلل او پر جوړېدو یې ټینګار وکړ. د هغه په باور، خصوصي سکتور باید د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې لا ډېر فعال رول ولوبوي.
پنجشنبه، د وږي ۲۰مه، ۱۴۰۴