د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، الحاج سید کریم هاشمي، د هېواد نامتو سوداګر ښاغلي حاجي مایل خیرخواه په حضور کې، د کابل ښار د هوټل لرونکو اتحادیې له رئیس ښاغلي نادر قرغه‌یي سره د عمومي ریاست په دفتر کې ولیدل.
 
ښاغلي قرغه‌یي، د کابل ښار د هوټل لرونکو اتحادیې ستونزې او طرحې له عمومي رئیس سره شریکې کړې او د دې اتحادیې د ستونزو د حل په برخه کې یې د هغه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي هاشمي، د اتحادیې د ستونزو او طرحو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ کې به د دوی ستونزې حل کړي.
 
 
 
پنجشنبه، د وږي ١٣مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی آرین زلگی اعظمي، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي حاجي حبیب الله په شتون کې، د ګلاب طاهر ګروپ د کمپنیو له عمومي رئیس ښاغلي حاجي ګلاب خان او د PPS قطعې له مرستیال ښاغلي حاجي عبدالله سره د اتاق په مرکزي دفتر کې ولیدل.
 
د ګلاب طاهر ګروپ د کمپنیو عمومي رئیس، د خپلې فابریکې په اړه چې په استالف ولسوالۍ کې موقعیت لري، د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل لپاره یې د اتاق مرستې وغوښتې.
ښاغلي اعظمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د یادې فابریکې د ستونزو په حل کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
 
 
پنجشنبه، د وږي ١٣مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خدماتي مرستیال محترم الحاج عنایت الله صدیق زي، د سوداګرې او پانګونې خونې غړي الحاج عتیق الله مومن زاده او یو شمیر ملي پانګوالو د عامې روغتیا د وزارت د مرستیال او د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا د ریئس په ملتیا سره، د وروستې زلزلې د ټپیانو د پوښتنې او له هغوی سره د مرستې په موخه د ننګرهار ولایت له حوزوي روغتون او فاطمه الزهرا روغتون څخه لیدنه وکړه.
 
یاد پلاوي د ټپیانو د لیدلو او پوښتنې سر بیره هغوی ته د بشپړې روغتیا غوښتنه وکړه او د ټپیانو سره د مرستې په موخه د ملي سوداګرو له لورې را ټولې شوې ۶ میلیونه او اویا زره افغانۍ مرسته، اړونده مسؤلینو ته وسپارله.
 
 
 
چهارشنبه د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلی آرین زلگی اعظمي، د اتاق د مدیره پلاوي غړو ښاغلو مطیع الله گردیزي، نجابت حیدري او هیواد باز په شتون کې، د ملي تاجر ښاغلي رحیم گردیزي او د پکتیا ولایت له یو شمېر نورو تاجرانو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
 
د پکتیا ولایت سوداګرو، ښاغلي اعظمي ته د پانګونې د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د انگور اډې د سرحدي گذرگاه د ستونزو او د باروړونکو لاريو د ډرایورانو د ویزې د مشکلاتو په اړه خبرې وکړې او له اتاق څخه یې د دې ستونزو په حل کې د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي اعظمي د اتاق د مدیره پلاوي غړو او د پکتیا د سوداګرو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د ستونزو په حل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
 
پنجشنبه، د وږي ١٣مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، له ښاغلي حاجي ابوبکر باهر د باهر سلام او باهر کیهان شرکتونو رئیس او د اندخوی ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له یو شمېر مشرتابه غړو سره، د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل او د یاد اتاق پر فعالیتونو او شته ستونزو یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
 
 
چهارشنبه، د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴
 
 
 

د بلخ د محترم والي د هڅونې او همغږۍ او د دې ولایت د سوداګرو د مالي ملاتړ په وسیله، په کندهار ولایت کې پنځه دروازې جوړیږي.
 
دغه دروازې به په لاندې ځایونو کې په ترتیب سره جوړې شي: لومړی د شورندام او پل ترنک ترڅنګ، دوهمه د پل باغ ترڅنګ، درېیمه د کوتل مرچه په سیمه کې، څلورمه د ښار د کمانډو په ساحه کې او پنځمه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د حوت د غره په لمنه کې.
د دغو دروازو د جوړولو لګښت د بلخ ولایت د یو شمېر سوداګرو له خوا هر یو: یما پټرول، کام ایر، غضنفر ګروپ، کمال نبي زاده، بشیر نوید ګروپ، د مصطفی مهمند ساختماني شرکت او نورو درنو سوداګرو جوړیږي.
د دغو دروازو د جوړولو کار پیل شوی او موخه یې د هېواد د شمال او جنوب د خلکو تر منځ د یووالي، اتفاق او همدردۍ پیاوړتیا ده.
 
 
 
چهارشنبه د وږي ١٢مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...