ښاغلي سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، په ترکیه کې د افغان سوداګرو د اتحادیې له رئیس ښاغلي احسان الله کامه‌وال او یو شمېر مطرح سوداګرو سره د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل.
 
ښاغلي کامه‌وال د هېواد په بندرونو کې د سوداګرو د عمده ستونزو په ځانګړي ډول د تورخم د لارې یادونه وکړه او له عمومي رئیس یې غوښتنه وکړه چې د ډریورانو لپاره د ویزو د صادرولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي او د موجودو ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي هاشمي اتاق د ټولو سوداګرو ګډ کور او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د اړیکو پل وباله او د هېواد د ټولو سوداګرو پر اتحاد او اتفاق یې ټینګار وکړ. نوموړي له ښاغلي کامه‌وال څخه وغوښتل چې ټولې ستونزې په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري تر څو د اړوندو حکومتي مقاماتو سره شریکې شي.
 
 
یکشنبه، ۱۶ وږی ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې لومړۍ غونډه د اتاق د عمومي رئیس، الحاج سید کریم هاشمي، په مشرۍ او د ښاغلیو: آرین زلگی عظیمي، د پانګونې مرستیال، عنایت الله صدیق زی، د خدماتو مرستیال،میراجان سلیمان خیل، د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال،
حاجي خلیل الله خیرخواه مالی رئیس، ذبیح الله عمرخیل، د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس او محمد ولي امیني د اتاق د عامل پلاوي رئیس په ګډون ترسره شوه.
غونډه د دارالانشأ رئیس ښاغلي ذبیح الله عمرخیل لخوا د اجنډا د موضوعاتو په وړاندې کولو سره پیل شوه.
وروسته د اتاق د عامل پلاوي راپور د محمد ولي امیني لخوا وړاندې شو او د بحثونو وروسته د اجرائیه کمیټې او عامل پلاوي له خوا اړینې پریکړې وشوې.
 
 
یکشنبه، د وږي ١٦مه، ۱۴۰۴
 
 

ښاغلي عبدالقاسم امرخېل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غړی، د ختیځو ولایتونو د سفر پر مهال، د هېواد د وچو مېوو د صادرونکو د اتحادیې له یو شمېر غړو سره یوځای، خپلې مالي مرستې د وروستۍ زلزله ځپلو سره، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت اغېزمنو ته ووېشلې.
 
یادې مرستې چې نغدي پیسې (۱.۴ میلیونه افغانۍ او ۶۰۰۰ امریکایي ډالر) او خوراکي توکي پکې شامل وو، د زاهد ولید مارکېټ او د سرای چهار مغز د سوداګرو لخوا راټولې شوې وې. دغه توکي د اتاق د مشرتابه لخوا د بسته بندۍ وروسته، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د ودیر، غازي‌اباد، ښارک قُبا، ګربز کلي، مزار دره، او همدارنګه د ننګرهار ولایت مرکزي روغتون اړمنو کورنیو ته ووېشل شول.
 
 
 
شنبه، ۱۵ وږی ۱۴۰۴
 

ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، د آذربایجان د جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام محمدوف سره د اتاق په عمومي ریاست کې وکتل او خبرې یې وکړې.
 
په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
ښاغلي هاشمي د اتاق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، آذربایجان یې د افغانستان ښه دوست او اقتصادي شریک وباله او ټینګار یې وکړ چې د افغان او آذربایجاني سوداګرو ترمنځ د ګډو ونډه لرونکو شرکتونو په جوړولو سره د نفتو د تصفیې فابریکې جوړې شي. نوموړي څرګنده کړه، دا کار کولای شي د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا، د صادراتو په زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د آذربایجان سفیر، د اتاق د عمومي رئیس له تود هرکلي څخه په مننې سره، د آذربایجان د سوداګرو د تیارۍ یادونه وکړه چې غواړي په افغانستان کې د نفتو د استخراج او نورو اقتصادي سکتورونو کې پانګونه وکړي. نوموړي افغانستان د آذربایجان مهم سیمه ییز اقتصادي شریک وباله او پر ګډو پروژو یې ټینګار وکړ.
 
 
 
یکشنبه، د وږی ١٦مه، ۱۴۰۴
 
 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خدماتي مرستیال الحاج عنایت الله صدیق زي او یو شمیر ملي سوداګرو له تورخم دروازې څخه لیدنه وکړه. یاد پلاوي د تورخم له دروازې څخه د خالي موټرو د تلو راتلو ستونزې له نژدې وکتلي او د یادو ستونزو په اړه یې له اړونده چارواکو او مسؤلینو سره رغنده خبرې اترې تر سره کړي.
په پایله کې اړونده مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ته په تورخم دروازه کې د خالي موټرو د ستونزې د حل جدي وعده ورکړه.
 
 
 
جمعه دوږي ١٤مه١٤٠٤
 
 

ښاغلي آرین زلگی عظیمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال، د افغانستان د برېښنا د انرژۍ د سکتور د پانګونې د جلب او ملاتړ په کنفرانس کې چې د برښنا شرکت له لوري په انټرکانټیننټال هوټل کې ترسره شوی و، ګډون وکړ.
 
ښاغلي عظیمي د حکومت له همکارۍ څخه د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د اسانتیاوو په برخه کې مننه وکړه او ملي امنیت یې د پانګونو په جلب او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم وباله. نوموړي انرژي د اقتصاد ملا تیر، د صنعت، سوداګرۍ او کرنې د ودې ستنې وبللې او د هېواد له ټولو سترو اقتصادي پروژو څخه یې د اتاق هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
د اتاق د پانګونې مرستیال د کارموندنې په رامنځته کولو کې د انرژۍ رول خورا مهم وباله او افغانستان یې د اقلیمي موقعیت، د اوبو او باد د طبیعي منابعو او همدارنګه د روزل شوې کاري ځواک له پلوه د انرژۍ د تولید او پانګونې لپاره ښه فرصت وباله او ټول سوداګر یې د افغانستان د انرژۍ په سکتور کې پانګونې ته راوبلل.
 
 
 
یکشنبه، د وږي ۱۶مه، ۱۴۰۴
 
 

مقالات دیگر...