د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ښاغلي سید زمان هاشمي، د ټرانسپورټ سرپرست وزیر قدرت الله ذکي، د جمهور ریس سلاکار اعتبار خان ځدران، د مدیره هیت غړی ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د بامیان اتاق ریس ښاغلی لطف الله امیني، د اتاق د ټرانسپورټ کمیټې مرستیال، د ولسې جرګې د مخابراتو د کمیسیون ریس، د اتاقونو فدارسیون، لیږدوونکي ټرانسپورټي شرکتونو، او د خصوصي سکتور یو شمیر غړو د شنبه په ورځ د تلې د میاشتې په ۲۶ نیټه په کابل سټار هوټل کې د ترانزیت او ټرانسپورټ ملي ورځ ولمانځله.

ښاغلي سید زمان هاشمي د ترانزیت او ټرانسپورټ په برخه کې شتو ننګونو ته په اشاری سره هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کنفرانس کې چې په ارګ کې به جوړیږي، ددی ننګونو د له منځه وړلو په موخه به بنسټیزی پریکړی وشي. هغه د لاجوردو، چابهار بندر او په سیمه کې د ټرانسپورټ په برخه کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو په موخه، د دوه اړخیزو، دری اړخیزو او څلور اړخیزو هوکړه لیکونو لاسلیکول اړین وبلل.

ښاغلي هاشمي د ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره د کارنت تیر سیستم نه ګټه پورته کول یو امیتاز وباله خو زیاته يې کړه چې په تیرو اتو کلونو کې افغانستان ۱۷۶ کارنت تیرونه صادر کړي دي خو په هغه کچه نه چې ورته اړتیا وه او ددی اصلي لامل يې د ماليي وزارت د ګمرکونو د همکارۍ نشتوالې وباله.

ښاغلي هاشمي وویل چې موږ د لاجوردو او چابهار بندر نه د سالمې ګټې اخستنې په موخه، جمهوري ریاست او د کارونو ادارې ته خپل وړاندیزونه کړي دي چې د ترانزیت او ټرانسپورټ په راتلونکي کنفرانس کې به پری خبرې وشي. ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د ټرانسپورټ په قانون کې ځینې مادې ستونزی جوړونکې دي، او د خصوصي سکتور سره په مشوره باید تعدیل په کې راشي.

د ټرانسپورټ سرپرست وزیر ښاغلي قدرت الله ذکي، د ټرانسپورټ سکتور په اقتصادي او ټولنیزه پراختیا کې خورا اړین وباله او په ملي او نړیواله کچه د ترانزیت او ټرانسپورټ سکتور د پراختیا، د ځمکنیو او هوايې دهلیزونو په جوړولو کې يې د نوموړي وزارت د کړنو یادونه وکړه.

په دی غونډه کې د اتاق د ټرانسپورټ کمیټې مرستیال، د ولسې جرګې د مخابراتو د کمیسیون ریس، د اتاقونو فدارسیون، لیږدوونکي ټرانسپورټي شرکتونو، او د خصوصي سکتور یو شمیر غړو په خپل وار سره د ترانزیت او ټرانسپورټ په ارزښت او په دی برخه کې د شته ستونزو په اړه خبری وکړی.  

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او (دک هامز) مبلایل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس، محمد یونس مهمند د مدیره هیت لومړی مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره هیت د دارالانساء ریس، شیرین آغا سخی د مدیره هیت مالي ریس، خان جان الکوزی، آذرخش حافظی او ذکریا بریالی د مدیره هیت غړي، سید زمان هاشمی د اتاق عامل ریس، مایل آغا خیر خواه د نړیوال اتاق د مدیره هیت ریس، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو په شتون کې د شنبه ورځ د تلې د میاشتې په ۲۶ نیټه د کابل سټار هوټل کې د فوټبال د غوره سیالیو ګټونکي او نایب ګټونکي ټیمونه په نقدي او غیر نقدي مرستو ونازول.

ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان د ورزش سره د مرستې ډاډ ورکړ او وی ویل "موږ د افغانستان د ورزش ملاتړ کوو." برسیره پردی هغه یادونه وکړه چې راتلونکې کال به د افغانستان د ورزش سره لا ډیرې مرستی کوي.

ښاغلي سید زمان هاشمي په ورزش باندی د خصوصي سکتور مثتب رول ته په اشاری سره وویل "د کرونا ویروس له امله نږدی وه چې د افغانستان د فوټبال غوره سیالئ ترسره نه شي خو له نیکه مرغه، د خصوصي سکتور په ملاتړ د افغانستان د فوټبال د غوره سیالیو لړۍ په کامیابۍ سره پای ته ورسیده."

ښاغلي آذرخش حافظي د ورزش په ارزښت او د ورزش په مختلفو برخو کې د خصوصي سکتور د رول په اړه خبری وکړی او د خصوصي سکتور څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې پانګه اچوونه وکړي.

ښاغلي خان جان الکوزي ورزش سره د خلکو او ځوانانو لیوالتیا ته اشاره کولو ترڅنګ تاکید وکړ چې د خصوصي سکتور ملاتړ کولی شي چې د هیواد ورزش ته ملي او نړیواله کچه لوړتیا ورپه برخه کړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سږ کال د "سیمرغ البرز" ټیم سپانسر کړ او دغه ټیم وکولی شول چې وروستیو پای لوبو ته لار پیداکړي او د ۱۳۹۹ کال د فوټبال د غوره سیالیو نایب ګټونکې شي.

په دی مراسمو کې، احمدیار ګروپ ۵۰۰ زره افغانۍ ګټونکي او ۵۰۰ زره افغانۍ نایب ګټونکي ټیم ته ډالۍ کړي.      

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي رئيس ښاغلي ګل مراد عرب او د هغه ولایت د اتاق د نوې رهبرۍ له غړو سره ولیدل او د ننګرهار اتاق د مشرتابه په کچه د تازه بدلونونو او اړوند موضوعګانو په اړه یې خبرې وکړې.

محترم ګل مراد عرب، د اتاق عمومي رئيس ته د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د 1399 کال د وږي مېاشت 5مې نېټې د رڼو ټاکنو، چې په پایله کې یې د ګډونوالو په اکثریت رایو سره د هغه ولایت د اتاق مدیره هیئت رئیس او غړي وټاکل شول او همدا راز د نوي مشرتابه پلاوي کاري پروګرامونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د ننګرهار اتاق نوي مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغه ولایت د اتاق د رڼو ټاکنو ترسره کیدو او نوې رهبرۍ له تعیین څخه خوښي وښوده. نوموړي د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا برخه کې د هغه اتاق له نوي ټیم سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له همکارۍ او د هغوی له کاري برنامو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي توکل احمدیار د اتاق عمومي ريس، محمد یونس مهمند د مدیره هیت لومړي مرستیال، محمد ګردیزي او احمد ضیاء عضیمي شینوزاده د مدیره هیت غړيو، سید زمان هاشمي د اتاق عامل ریس، د هیواد د سویل ختیځ سوداګرو او پانګه اچوونکو، د خصوصي پوهنتونونو، صنعت او ساخمتانۍ سکتور استازیو، د سوداګرۍ او صنعت، کورنیو چارو او مالیي وزارتونو معینانو د شنبه په ورځ د تلې د میاشتې په ۲۶ نیټه د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح سره لیدنه وکړه او په خصوصي سکتور کې يې د شتو ننګونو او ستونزو په اړه خپل نظریات تبادله کړل.

په دی غونډه کې امرالله صالح وویل چې دا څلورمه غونډه ده چې موږ يې د هیواد د مختلفو برخو سوداګرو او پانګه اچوونکو سره کوو او له سوداګرو يې وغوښتل چې خپلې ستونزی د جمهوري ریاست له لومړي معاونیت سره شریکې کړي، تر څو دوی ورته د حل لاری ولټوي.

ښاغلي توکل احمدیار د پرله پسې غونډو او د خصوصي سکتور ستونزو د له منځه وړلو په اړه د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال څخه مننه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې ارګ به د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو په له منځه وړلو کې بشپړه همکاري وکړي.

د هیواد د سویل ختیځ سوداګرو او پانګه اچوونکو په خپل وار سره د ولایتونو په صنعتي پارکونو کې، د لوړو زدکړو، بانکدارۍ، د ښځینه تشبث، امنیتي ننګونو، په غلام خان او دند پتان بندرونو کې د شتو ستونزو په اړه خبری وکړې او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څخه يې ددی ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي امرالله صالح د هیواد د سویل ختیځ سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو له اوریدو وروسته د هغو کړنو یادونه وکړه چې تر دی مهاله په دی ډګر کې ترسره شوي دي او ژمنه يې وکړه چې د سوداګرو او پانګه اچوونکو هر ډول ستونزو د له منځه وړلو په موخه به لازم اقدامات وکړي او په هیواد کې به خلک پانګه اچوونې ته وهڅوي.     

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفت او ګاز تخصصي کمېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي لخوا، د محترمو د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاق د نفتو او ګازو کمېټې رئیس جان آقا صادقي، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال عبدالطیف قناویزیان، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاق د نفت او ګاز کمېټې مرستیال سيد مسعود سادات او ګڼ شمېر سوداګرو او د نفتو سکتور یو شمېر پانګه والو په ګډون سره د اتاق د غونډو په تالار کې پرانستل شوه.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خپلې پرانستونکې وېنا کې د هېواد اقتصاد د نفتو او ګازو په ځانګړې توګه د خلکو د عادي ژوند په بهیر د هغې اغیزو په تړاو خبرې وکړې او هیله مند شو، چې د اتاق د نفت او ګازو تخصصي کمېټې پرانستل کېدو او فعالیت زیاتوالي سره هغه ستونزې حل شي، چې د دې سکتور د وارداتو برخه کې شته ستونزې په خاص ډول هغه زیانونه چې له سرحدونو څخه په قاچاقي ډول د بې کیفیته ګازو د ورود له امله د هېواد اقتصاد او د خلکو ژوند ته رسیږي، تر دې وروسته به رفع شي او له دې طریق وکولای شو د هېواد د نفتو او ګازو سکتور د سوداګرو او مصرف کوونکو لپاره د ښه خدمت مصدر شو.

ښاغلي جان آقا صادقي، د نفتو او ګازو د وارداتو په وړاندې شته ستونزو او د دې سکتور اهمیت ته اشاره وکړه او ژمن شو، چې دا کمېټه به تر ډېره هڅې وکړي، چې د کیفیت لرونکو او معیاري نفتو او ګازو په واردولو سره د خپلو هېوادوالو د غوره خدمت جوګه شي.

ښاغلي صادقي، د نفتو او ګازو واردوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو هغو برنامو چې دغه کمېټه به یې له اړونده حکومتي ادارو سره عملي کړي په تفصیل سره خبرې وکړې.
په همدې ترتیب د دې کمېټې غړو د نفتو او ګازو د باکیفیته او سټنډرډ وضعیت برابرولو او د افغانستان مارکېټونو ته یې د عرضه کولو په تړاو خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه او نظرونه یې هم بیان کړل.
په دې برنامه کې، ښاغلي سید مسعود سادات د اتاق د نفتو او ګازو تخصصي کمېټې د مرستیال په توګه وټاکل شو ترڅو، د دغې کمېټې کارونه او د نفتي توکو او ګازو د سوداګرو ستونزو حل چارې په مخ یوسي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار لخوا د اتاق د مدیره پلاوي غړو ښاغلو خانجان الکوزي او داود یوسفزي، د اتاق د عامل پلاوي ریاست سرپرست ښاغلي شفیق الله عطایي، د تېلو او مایع ګاز د اتحادیې د رئیس او غړو په حضور کې پرانستل شوه.

ښاغلي احمدیار، د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې پرانستل د دغه سکتور د شته ستونزو حل او همدا راز د ښه خدمتونو عرضه کولو لپاره مهم وبلل. هغه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرو، پانګه والو او خصوصي سکتور د غړو ګډ کور وباله او ژمنه یې وکړه، چې د اتاق رهبري به د دغه سکتور د ستونزو هواري په موخه له اړوند حکومتي ادارو او د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې ترمنځ لازمه همغږي او همکاري رامنځته کړي ترڅو، هېواد کې د تېلو او ګاز ټانک لرونکو ننګونې راکمې او د خدمتونو عرضه کې ښه والی راشي.

ښاغلي خانجان الکوزي، د تېلو او مایع ګاز ټانک لرونکو له لوري د ښه او کیفیت لرونکو خدمتونو په ځانګړې توګه د هېواد لویو لارو کې د مسافرو او خلکو لپاره د تېلو او ګازو د عرضه کولو خدمتونو یادونه وکړه زیاته یې کړه: " د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکي د خصوصي سکتور عمده برخه تشکیلوي، چې  د دغه سکتور د خدماتو له عرضه کولو پرته د نورو سکتورنو فعالیت دوام ناممکن دی. "‏

محترم شفیق الله عطایي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخصصي کمېټو د نقش په تړاو خبرې وکړې وې ویل:"د اتاق تخصصي کمېټې په دې موخه جوړې شوې، چې د خصوصي سکتور له بېلابېلو قشرونو او صنفونو تشکیل شوي او کولای شي د هغوی اړوند ټولې ستونزې او وړاندیزونه د اتاق د مشرتابه پلاوي پوسیله له اړوند حکومتي مسوولینو سره شریکې ، د حل او همدا راز د خدمتونو په عرضه کې ښه والي په موخه یې هڅې وکړي. "

د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو ټولنې رئیس ښاغلي ذبیح الله، د اتاق د تخصصي کمېټو په ټولګه کې  د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې شاملولو کې د اتاق د مشرتابه پلاوي له همکارۍ مننه او ستاینه وکړه، هیله مند شو، چې له اتاق سره همکارۍ او همغږۍ کې وکولای شي،د خپلو کارونو په وړاندې موجوده ستونزې حل کړي.

په پای کې، د دې کمېټې د ټاکنو ترسره کېدو پورې، ښاغلي،حاجي ذبیح الله د تېلو او اوبلن ګاز ټانک لرونکو  تخصصي کمېټې د مؤقت رئیس،حاجي مومن، حاجي مسعود او حاجي شاه رباني د مرستیالانو او الله محمد احمدزی د منشي په حیث وټاکل شول.

مقالات دیگر...