د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د افغانستان لپاره د بیلاروس له سفیر ښاغلي اولیګ ایوانوف سره په کابل سرینا هوټل کې د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د غښتلتیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي سید زمان هاشمي په ۲۰۱۷م کال کې د بیلاروس او افغانستان د سوداګریزو اتاقونو تر منځ لاسلیک شوي هوکړه لیک ته د اشاری کولو تر څنګ وویل"له بده مرغه تر دی دمه، ددی هوکړه لیک هیڅ یوه ماده عملي شوی نه ده. هیڅ ډول کنفرانس او یا هیڅ ډول ګډ نندارتون ترتیب شوی نه دی. او هیڅ ډول سوداګریز ارقام تبادله شوي نه وي." نوموړي د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو ترتیبول او سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیکول اړین وبلل.

ښاغلي هاشمي د سوداګرو لپاره د ویزو ترلاسه کول او د افغانستان نه تر بیلاروس پورې ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزې یوه بله ننګونه وبلله او ټیګار يې وکړ، چې د اړونده هیوادونو تر منځ دی ټرانسپورټي او ټرانزیټي دوه اړخیزه او څو اړخیزه توافقنامی لاسلیک شي.

ښاغلي اولیګ ایوانوف تیر کال د اپریل میاشتې د ګډ کمیسیون ناستې د یادولو تر څنګ وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې به یوه بله ناسته د بیلاروس په مینسک ښار کې ترتیب کړي چې دولتي او د خصوصي سکتور استازي به پکې ګډون وکړي. نوموړي د اتاق عامل ریس او سوداګریز هیت ته په دی غونډه کې د ګډون کولو بلنه ورکړه تر څو په افغانستان کې د پانګه اچوونې او سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي. ښاغلي ایوانوف د ګډو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو د ترتیبولو او د ویزې د ترلاسه کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادولو وړه ده، چې د افغانستان او بیلاروس تر منځ سوداګري یو میلیون او اتیازره امریکايې ډالره ګڼل شوی ده، چې ددی جملې څخه بیلاروس ته د صادراتو ارزښت ۸۰ زره امریکايې ډالره او د بیلاروس څخه د وارداتو ارزښت یو میلیون امریکايې ډالره ښودل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او افغان ملي بیمې شرکت، د لړم د میاشتې په اوومه نیټه د چهارشنبه په ورځ د هیواد سوداګرو او پانګه اچوونکو ته د بیموي خدماتو او ګډو همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي افغان سوداګرو او پانګه اچوونکو ته د بیموي خدماتو د ګټو بیانولو تر څنګ وویل "دغه هوکړه لیک د اتاق د فعالیتونو په ځانګړی ډول د صادراتو په برخه کې او په هیواد کې د بیموي خدماتو د مروج کولو لپاره اغیزمن دی او په نړیواله کچه د بیمې رول د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې یو منل شوی اصل دی."

د اففان ملي بیمې شرکت ریس ښاغلي میوند فراهي د بیمې رول او ارزښت ته د اشاری کولو ترڅنګ وویل "موږ کوښښ کړی چې د سوداګرو قناعت ترلاسه کړو او هغوی د بیموي خدماتو څخه د ګټې اخستنې لپاره چمتو کړو. موږ د اتاق د عامل ریاست او د صادراتو د انکشاف له څانګې سره یو ځای دغه پروسه پیل کړی او هیله مند یو چې د یو ښه طرزالعمل نه په ګټې اخستنې سره به وکولی شو، چې تطبیق يې کړو."

دغه هوکړه لیک د اتاق د عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي او د افغان ملي بیمې شرکت ریس ښاغلي میوند فراهي په واسطه لاسلیک شو.  

د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره هیت لومړي مرستیال حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره هیت د دارالانشاء ریس خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس سید جاوید برهان، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت غړيو هر یو خان جان الکوزي، آذرخش حافظي، عصمت الله وردک، ذکریا بریالي، محمد داود یوسفزي او حاجي محمد ګردیزي، او سید زمان هاشمي د اتاق عامل ریس د سه شنبه په ورځ د تلې د میاشتې په ۲۹ نیټه د اوکراین جمهوریت سوداګریز هیت، د نوموړي هیواد د سوداګرۍ اتاق، د اوکراین د اوبلن ګاز کمیټې استازي، او د نوموړي هیواد یو ستر پانګه اچوونکي سره د اتاق د کنفرانسونو تالار کې لیدنه وکړه او د دوه اړخیزو سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو په اړه يې خبری وکړی.

ښاغلي توکل احمدیار د اوکراین جمهوریت سوداګریز هیت ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ؛ په افغانستان کې د پانګه اچوونې فرصتونو ته په اشاری سره وویل: "َښو سوداګریزو فرصتونو ته په کتو سره هیله لرم، چې د دواړو هیوادونو اتاقونه به وکولی شي، چې د ښو سوداګریزو اړیکو د ټیګښت په موخه هڅې وکړي."

د اوکراین سوداګریز هیت په افغانستان کې د پولټرۍ، د افغانستان د وچو او تازه میوو پروسس او اوکراین ته يې په صادرونه، افغانستان ته د اوکراین د درملو او فولادي صنایعو د واردونې په اړه، او د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډ سوداګریز اتاق د جوړولو په هکله خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق مشرتابه د افغانستان او اوکراین تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت په موخه د ګډ سوداګریز اتاق جوړیدل اړین وبلل او د هغه هوکړه لیک یادونه يې وکړه، چې په همدې موخه مخکی لاسلیک شوی وه. د همدی هوکړه لیک په اساس به ګډ سوداګریز اتاق پرانستل شي. ددی ګډ سوداګریز اتاق د جوړیدو وروسته به د دواړو هیوادونو سوداګریز هیتونه یو د بل هیوادونو ته سفر وکړي او د افغانستان او اوکراین په بازارونو کی به د شتو سوداګریزو فرصتونو نه په ګټې اخستنې سره د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا هڅې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو د ترکيې لپاره د افغانستان نوي سفیر ښاغلي امیر محمد رامین سره د لیدنې تر څنګ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادروونکو او پانګه اچوونکو د ستونزو، او د ګډو همکاریو په اړه خبری اتری وکړی.

ښاغلي سید زمان هاشمي دغه ناسته د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د سوداګرو ستونزو د حل په موخه ګټوره وبلله او د سوداګرو او پانګه اچوونکو څخه يې وغوښتل چې خپلې ستونزی او وړاندیزونه د ښاغلي رامین سره شریک کړي تر څو د ستونزو د حل، سوداګریزو اړیکو پراختیا، او د صادراتو په لوړتیا کې ګټور ګاموته پورته کړی شي.

سوداګرو او پانګه اچوونکو ترکيې ته د ځمکې له لاری د صادراتو لیږدونه، د وچو میوو پروسس او بسته بندي، او ترکيې هیواد د ویزو اخستنه د سوداګرو عمده ننګونې په ګوته کړی او د ښاغلي رامین څخه يې وغوښتل چې په ترکیه کې د افغانستان سفارت د افغان محصولاتو د بازارموندنې، د نندارتونونو په جوړونه، د سوداګریزو هوکړه لیکونو په لاسلیکونه، او د ویزو ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي امیر محمد رامین د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه ددی ناستې د جوړولوپه مناسبت مننه وکړه او زیاته يې کړه چې دا ډول ناستې د افغانستان د صادراتو په لا ښه والي، د دوه اړخیزه سوداګریزو اړیکو په پراختیا او د سوداګرو د ستونزو په له منځه وړو کې اغیزمن رول لوبولی شي.

ښاغلي رامین په سفارت کې دننه د یو کاري ګروپ د جوړلو ژمنه وکړه، چې ترکيې هیواد ته د افغان صادراتو په لوړتیا، افغان محصولاتو ته په بازار موندنه، د سواداګرو د ستونزو په له منځه وړلو، د ترکيې هیواد د ویزې په ترلاسه کولو کې لازمه آسانتیاوې رامنځته کول، او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه به کار کوي.      

د ایکو ادارې ښاغلي ریس، د ایکو د غړو هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو ریسانو او مرستیالانو په شتون کې د دوشنبه په ورځ د تلې د میاشتې په ۲۸مه نیټه د ایکو ادارې ۲۷مه اجرایوي او ۱۸مه عمومي غونډه د ویډیو کنفرانس له لاری ترسره شوه چې په ترڅ کې يې د ایکو ادارې د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د افغانستان څخه ایران ته انتقال شو.

په دی غونډه کې ښاغلي آذرخش حافظي د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ریس، سید جاوید برهان د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو آمر او د ایکو د ادارې د عمومي اسامبلۍ غړې، نصیر احمد عرب د اتاق د مدیره هیت تخنیکي مرستیال، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د مدیره هیت غړی، لطف الله امیني د بامیانو د اتاق د مدیره هیت ریس، حمیرا کهزاد د ښځینه سوداګرو د کمیټې غړی، محمد احسان سخي د توریزم د کمیټې غړی، او امید غفورزي د اتاق د نړیوالو اړیکو آمر ګډون درلود.

په دی غونډه کې ښاغلي آذرخش حافظي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په سیمه ایزه کچه د خصوصي سکتور د ریسانو تر منځ د همغږۍ په ارزښت خبری وکړی او زیاته يې کړه چې د ویزې د صدور په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کول کولای شي چې د سیمه ایزې اقتصادي پراختیا سبب شي. او موږ ټول باید د سیمه ایزی همغږۍ د پیاوړتیا په موخه هڅې وکړو.

ښاغلي سید جاوید برهان د سیمه ایزې همغږۍ او همکارۍ رول په خصوصي سکتور او د سوداګرۍ په لوړتیا کې اړین وباله او زیاته يې کړه، چې سیمه ایزه همغږي او همکاري د زیربناوو په جوړولو، د سوداګریزو توکو په سریع انتقال، په سیمه ایزه کچه د خصوصي سکتور ملاتړ، او د ویزې په صادرونه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کولی شي.

وروسته له دی، د ایکو غړو هیوادونو د ښاغلي سید جاوید برهان دوه کلنې هڅې وستایلې او ټولو ګډونوالو د سوداګریزو اسانتیاو، ټرانسپورټ، ښځینه تشبث، سوداګریز حکمیت، توریزم کوچنیو تشبثاتو، او ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د ایکو د ادارې په فعالیتونو خبری وکړی.

د لومړي ځل لپاره د ښاغلي سید جاوید برهان تر ریاست لاندی د ایکو اتاق ملي تخصصي کمیټې جوړی شوې.

د غونډې په پای کې، د ایکو ادارې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ریاست ښاغلي غلام حسین شافعي د اتاق د سوداګرۍ او صنایعو، معدن او کښت ریس ته انتقال شو او د ایکو د اتاق عمومي معاونیت د آذربایجان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ته وسپارل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او عزیزي بانک؛ د پنجشنبه په ورځ د لړم د میاشتې په اوله نیټه په کابل سټار هوټل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې، چې ښاغلي توکل احمدیار د اتاق عمومي ریس، خیرالدین مایل احمدي د مدیره هیت سوداګریز مرسیتال، سید جاوید برهان د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس، خان جان الکوزی، آذرخش حافظي، محمد ګردیزی، او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د مدیره هیت غړيو، حامد حمیدي د نظار هیت ریس، د عزیزي بانک اجرايې ریس، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نړیوال سوداګریز اتاق ریسانو، د خصوصي بانکونو د انجمن ریس، او د هیواد یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو پکې ګډون درلود، کوچنیو، منځنیو او لویو متشبثینو ته په پور ورکونه کې د لا زیاتو آسانتیاو برابرولو په موخه، یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د اتاق په اړه داسې وویل"مختلفو خدمتونو ته په کتو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په افغانستان کې تر ټولو لویه او پخوانۍ اداره ده، چې په اقتصادي لوړتیا، اصلاحاتو او د صادراتو په زیاتونه کې يې اړین خدمتونه تر سره کړي دي."  نوموړي د هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د اتاق د پرله پسې هڅو او د دولت، نړیوالو ادارو او د ټول هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو سره د لیدنو یادونه وکړه.

ښاغلي هاشمي وویل، چې د خصوصي سکتور یوه بنسټیزه ننګونه مالي سرچینو ته عدم لاسرسې دی. نوموړي زیاته کړه، چې د نړیوال بانک د یوې سروی په اساس افغانستان د پور ورکونې له پلوه د نړۍ د هیوادونو په نوملړ کې ۱۰۴م ځای لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د ګټې د نرخ زیاتوالې، د زمانت ستونزمن شرایط، او د بانکونو د پور ورکونې پیچلې کړنلاره د خصوصي سکتور لپاره یو سرخوږې او ستونزه ده او اتاق وړاندیز کوي چې په دی برخه کې دی آسانتیاوې رامنځته شي. او دا چې عزیزي بانک به ددی هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته خصوصي سکتور ته لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته کوي.

ښاغلي محمد سالم امید د عزیزي بانک اجرايې ریس د پور ورکونې په برخه کې د آسانتیاو په اړه وویل "عزیزي بانک به ددی هوکړه لیک په اساس، نه یواځې د مرکز بلکه د هیواد ټولو سوداګرو او پانګه اچوونکو ته په لنډه مهاله پور ورکونه کې آسانتیاوې رامنځته کړي."

د مدیره هیت غړي ښاغلي آذرخش حافظي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او بانکدارۍ تر منځ ښو اړیکو ته د اشارې تر څنګ د حکومت څخه وغوښتل چې د اتاق د اړینو کړنو په نظر کې نیولو سره ددی ملي او پخوانۍ ادارې ملاتړ وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د زراعت، صنایع، او ساختمان انکشافي بانکونو له منځه وړل د هیواد اقتصاد ته یوه لویه ضربه ده. او وړاندیز يې وکړ چې د خصوصي بانکونو، مرکزي بانک، مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتاق له استازیو څخه یوه ګډه کمیټه دی جوړه کړی شي تر څو وکولی شي، چې د خصوصي سکتور ورځنۍ ستونزې وڅیړي او د له منځه وړلو لپاره يې هلې ځلې وکړي.

په دی غونډه کې د اتاق د تخنیکي مسؤل له خوا د غونډې ګډونوالو ته د اتاق معلوماتي پریزنتیشن وړاندی کړی شو او په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او عزیزي بانک تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

مقالات دیگر...