د اتاق د پانګونې مرستیال د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس اتحادیې له رئیس او غړو سره لیدنه کې د هغوی په ستونزو خبرې وکړې

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد "صافي"، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال ښاغلي خانجان "الکوزي" او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي "شینوزاده"  د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس د سراسري ټولنې له رئيس ښاغلي انصارالله "بختاني" او د د ې ټولنې یو شمېر غړو سره د اتاق د مدیره پلاوي کاري دفتر کې ولیدل او د هغوی په شته ستونزو او حل لار موندلو یې بحث وکړ.

ښاغلي انصارالله "بختاني"  او د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس سراسري ټولنې غړو د خپلو ستونزو په تړاو په ځانګړې توګه هېواد کې د چرګانو د تولید او روزنې د بېلابېلو اتحادیو ترمنځ نه همغږۍ، د چرګانو د واردوونکو او تولید کوونکو ترمنځ ستونزې او همدا راز هغه خنډونه چې دغه اتحادیه د دولتي قراردادونو په اخیستلو کې لري خبرې وکړې او د ستونزو حل کیدو کې له سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلو "صافي"، "الکوزي" او "شینوزاده" د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس سراسري ټولنې د رئیس او غړو د ستونزو له اوریدو وروسته، د چرګانو غوښو او هګیو لپاره د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو د اوسنۍ اړتیا تامین په نظر کې نېولو سره خپل نظرونه څرګند کړل او د هېواد د خلکو د اړتیا پوره کېدو په موخه یې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ د چرګانو د تولید او روزنې اتحادیو ترمنځ د ډیرو همکاریو او همغږۍ ټینګار وکړ.

دوی ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د هېواد د چرګانو د تولیدونکو او پروسس کوونکو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو، د چرګو هګیو او غوښو لپاره د بازار او افغان امنیتي ځواکونو اړتیاوو تامین په موخه به هر ډول لازمې همکارۍ وکړي.