د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ایران ایکسپو په شپږمه ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي ښاغلي جان آقا صادقي، د ایران لپاره د افغانستان سوداګریز چاروال ښاغلي معین خوافي، ملي سوداګر ښاغلي سلیمان خیل، د هرات ولایتي اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي هاشمي، د مرکزي اتاق بشري سرچینو مسؤل ښاغلي نجیب الله فضلي، متشبثو ښځو او د دهېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله، د ایران ایکسپو شپږمې ناستې په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ او د نندارتون د مختلفو غرفو او محصولاتو څخه يې لیده کاته وکړل.

په یاد نندارتون کې، د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر، د بهرنیو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو، د ایران صنعت او سوداګرۍ وزیر او د ایران سوداګرۍ اتاق رئیس هم ګډون درلود.

د ایران ولسمشر د اسیا د هېوادونو په تېره بیا د افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ښه چاپېریال په رامنځته کولو ټینګار وکړ او د دواړو لورو د سوداګرۍ او پانګونې د سکتور له مسوولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

ښاغلي مهمند د افغان سوداګرو او پانګوالو له یوې ډلې سره د دغه نندارتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال د خراسان رضوي ولایت له چارواکو سره وکتل او د دواړو لورو د سوداګرو ترمنځ یې د پانګونې په برخه کې، د لازیاتو اسانتیاو او د صادراتو او وارداتو بهیر برخه کې د چټکتیا رامنځته کولو په اړه د نظر تبادله او بحثونه ترسره کړل.

ښاغلي مهمند دغه راز، د ایران د سوداګرۍ اتاق له رئیس سره د یوې جلا کتنې په ترڅ کې، د سوداګریزو همکاریو د لا پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې د رامنځته کولو، د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 

یکشنبه، غويي ۹مه، ۱۴۰۳