د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ازبکستان تولیداتو نندارتون کې ګډون وکړ

د ازبکستان هېواد د رسمي بلنې په ترڅ کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د صادراتو او پانګونې پراختیا ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي میرزمان پوپل، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرستیال ښاغلي انجنیر جلیل حریف، د لوګر ولایتي اتاق رئیس ښاغلي مولوي یعقوب شرافت او د هېواد له یو شمیر سوداګرو څخه جوړ سوداګریز پلاوي چې مشري يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي کوله، د ازبکستان تولیداتو نندارتون او د یاد هېواد له یو شمیر تولیدي فابریکو څخه لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي مایل احمدي او ورسره ملګري ټیم یې ازبکستان ته د رسیدو سره سم د ترمز بندري ښار د سنتر کارګو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او وروسته د تاشکند نندارتون د لیدو لپاره هغه ښار ته ولاړ.

د اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو او پانګوالو د چهارشنبې په ورځ د غويي د میاشتې په ۵مه، د ياد شوي نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون کولو ترڅنګ، د یاد نندارتون له یو شمیر تولیدي غرفو څخه لیدنه ترسره کړه.

دغه راز د اتاق مشرتابه، افغان سوداګرو او پانګوالو د دغه نندارتون په څنډه کې د پنجشنبې په ورځ په تاشکند ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ. په پیل کې، د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، سوداګرو او پانګوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي مایل احمدي د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګرۍ او ګډې پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

همدارنګه ښاغلي جلیل حریف او محمد نبي افغان د سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو په استازیتوب د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات او وړاندیزونه یې د ازبکستان د حکومت له مسؤلینو سره شریک کړل.
د سوداګریز پیوستون (B2B) کنفرانس په پای کې، د خوراکي توکو او روغتیا برخه کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دغه سفر په ترڅ کې، د هېواد د سوداګرۍ اتاق مشرتابه، سوداګرو او پانګوالو د تاشکند ښار له یو شمېر تولیدي فابریکو او صنعتي تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.

 

پنجشنبه، غويي ۶مه، ۱۴۰۳