د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د رخت واردوونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ټوکر اتحادیې له رئیس ښاغلي ابو عبیدالله او د دې اتحادیې د یو شمېر غړو سره د لیدنې په ترڅ کې، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي ابو عبیدالله د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو د ننوتلو د منع کولو په برخه کې د دوی ستونزې، د پاکستان د ګمرک له خوا د هغو سوداګریزو توکو پر وړاندې چې د افغانستان په ګمرکونو کې د بانکي تعرفې څخه معاف دي لس سلنه بانکي تعرفه لوړول او د تضمیني بیمې په بانکي بیمې یادونه وکړه او د یادو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند د ټوکر د واردونکو د خبرو او ستونزو له اورېدو وروسته دغه ستونزې د هېواد د سوداګرو اقتصادي زیان وباله او د بدیلو لارو په غوره کولو یې ټینګار وکړ. نوموړي د ټوکر د واردونکو د ستونزو د حل په برخه کې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، تلې ۱۲مه، ۱۴۰۲