د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي تخنیکي او پالیسي مرستیال د متشبثو ښځو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د دولت سره د اړیکو او غړو څانګو د مسؤلینو او غړو په شتون کې، د کنفرانسونو په تالار کې له یو شمېر ښځینه متشبثینو سره وکتل او د ښځینه متشبثینو لپاره د تخصصي کمیټې د جوړولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عارفي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په هېواد کې د خصوصي سکتور د فعالیتونو یو مهم ملاتړی وباله او د یوې تخصصي کمېټې پر جوړولو یې ټینګار وکړ چې ښځینه متشبثې او د سوداګرۍ مسلکي کسان پکې شامل وي.
نوموړي د دې کمیټې د جوړیدو موخه د ښځینه متشبثینو او سوداګرو د ستونزو حل وګاڼه او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان د سوداګرۍ اتاق د طرزالعملونو له مخې خپل مشران او غړي اتاق ته معرفي کړي.

متشبثې میرمنو د دغه ډول تخصصي کمیټې د جوړولو په برخه کې د اتاق د همکارۍ هرکلی وکړ او د یوې فعالې کمیټې په جوړولو یې ټینګار وکړ چې وکولای شي په اوسنیو شرایطو کې د افغان متشبثو میرمنو استازیتوب وکړي.

دوشنبه، تلې ۳مه، ۱۴۰۲