د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ملي تدارکاتو له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کور دننه شرکتونو پانګونې څخه د ملاتړ په موخه، د ملي تدارکاتو له رئیس ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي سره لیدنه ترسره او حکومتي ادارو ته يې د کورنیو تولیداتو تدارک په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند ښاغلي صدیقي ته د ملي تدارکاتو رئیس په توګه د ګمارل کیدو مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د خصوصي شرکتونو غښتلتیا او خصوصي سکتور پانګونو څخه د ملاتړ په موخه يې له هغه څخه وغوښتل چې د حکومتي ادارو د اړتیا وړ موادو پوره کولو په موخه خصوصي شرکتونو ته د تدارکاتي پروژو سپارلو فرصت ورکړي څو هغوی د کورنیو تولیداتو څخه په استفادی د اړوندو دولتي ادارو د اړتیا وړ مواد پوره کړي.
سربیره پردی، ښاغلي مهمند له ټولو هغو بهرنیو مؤسسو څخه چې بیوزله کورنیو ته خوراکي توکي ویشي وغوښتل چې، له کورنیو تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي صدیقي د کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ کول د تدارکاتو ملي ادارې له لومړیتوبونو څخه وګاڼه او زیاته يې کړه چې یاده اداره به کورنیو تولیداتو ته ارجحیت ورکولو له لارې د کورنیو شرکتونو ملاتړ وکړي.  

په پای کې، دواړو لورو ژمنه وکړه چې د راتلونکو ناستو جوړولو او د هېواد اقتصادي ودې او سوداګرۍ پراختیا له لارې به د ټولنې د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي.

یکشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۲