د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د ایران دفتر د صادراتو ادارې رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د ایران دفتر د صادراتو ادارې رئیس ښاغلي ډاکټر حمید رضا کربلايي اسماعیلي سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.

دغه غونډه چې د اتاق په مرکزي دفتر کې تر سره شوه، ښاغلي محمد یونس مهمند ښاغلي کربلايي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او خصوصي سکتور ته د اتاق د خدمتونو په اړه معلومات وړاندی کړل او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ يې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
نوموړي د دواړو هېوادونو پر صادراتي توکو د ترجیحي تعرفې په نظر کې نیول د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم وبلل.

ښاغلي مهمند د افغانستان په اوسني وضعیت کې د ګډې پانګونې د ښو فرصتونو یادونه وکړه او له ښاغلي کربلايي څخه یې وغوښتل چې ایراني سوداګر وهڅوي چې په زیربنایي پروژو، د کرنې د میکانیزه کیدو په برخه کې پانګونه وکړي او همدارنګه د امام ابو حنیفه (رح) په دویم نندارتون کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي کربلايي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډو نندارتونونو پر تنظیمولو د ټینګار ترڅنګ، د کانونو د استخراج، د کرنې د میکانیزه کولو او نورو سترو پروژو برخه کې یې د ایراني سوداګرو او پانګوالو د چمتووالي ډاډ ورکړ.

شنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۲