د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو له پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو د پانګوالو له استازي ښاغلي غازي محمد او د دغه سکټور یو شمېر نورو پانګوالو سره په کتنه کې د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې پر ستونزو، د برکټ یا دولتي محصولاتو، د ټرانسپورټي اسانتیاوو د نشتوالي او په دغه ولایت کې د لوړ تناژ تلو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي غازي محمد د ډبرو سکرو د استخراج، په ساحه کې د دولتي محصولاتو، د کانونو د لګښتونو او یو شمېر نورو ستونزو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د دولتي محصول لوړو بیو په دی برخه کې د پانګوالو زړونه مات کړي دي او دوی د دولتي محصول د لوړوالي په صورت کې نشي کولی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
 
نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې ياده شوې موضوع د دولت له لوړ پوړو چارواکو سره شريکه کړي، ترڅو د دولتي محصول په بيه کې د پام وړ تخفيف رامنځته شي.
ښاغلي مهمند د ډبرو سکرو پانګوالو ستونزو اوریدو وروسته په اقتصادي وده کې د ډبرو سکرو ارزښت په اړه خبرې وکړې او د ډبرو سکرو پانګوالو او سوداګرو ستونزو حل برخه کې يې د اتاق د همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي د دوی د ستونزو د حل په موخه له دوی څخه وغوښتل، چې یاده ستونزه د اتاق په همکارۍ د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي.