د اوسپنو او سیخ ګول واردوننکو اتحاديې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي په ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د محمد ګردیزي شرکت له مرستیال ښاغلي مطیع الله ګردیزي او د اوسپنو او سیخ ګول اتحاديې له یو شمیر غړیو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د اوسپنې او سیخ ګول اتحاديې غړیو وویل "په اوسني وضعیت کې چې د خلکو د پیر توانايي ډیره کمه شوې ده، د اوسپنو او سیخ ګول ګمرکي تعرفو لوړول، په خلکو او د هېواد په بازارونو منفي اغیزې کوي."
دوی د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د اړوندو حکومتي ادارو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې د دوی شتو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
 
ښاغلي مهمند د اوسپنې او سیخ ګول اتحاديې غړیو له ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوندو حکومتي ادارو سره شریکې او هڅه به وکړي چې د له منځه وړلو په برخه کې يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.