د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سمنګان له والي سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د کندز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي ګل محمد رجب زاده او د سمنګان ولایت د یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا د سمنګان له والي سره لیدنه ترسره او په سمنګان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړولو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې او فعالیتونو او د سمنګان ولایت د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د حل لارو  پیداکولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند سمنګان د هېواد په شمال زون کې د مهم جغرافیايي موقعیت په لرلو سره یو له کرنیزو ولایتونو څخه یاد کړ او د سمنګان ولایت خصوصي سکتور ته د سیمه ییزې ادارې خدمات وړاندی کول او هڅې وستایلې.

ښاغلي مهمند د سمنګان د ولایتي اتاق د جوړېدو د پرېکړې یادونه وکړه او د دغه ولایت له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې د اتاق د جوړیدو برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي د دغه ولايت د کرنيزو توليداتو په اړه خبرې وکړې او د دغه ولايت له خلکو يې وغوښتل چې د کورنيو توليداتو په کارولو سره د دغه ولايت په وده او پرمختګ کې خپل رول ولوبوي.

د سمنګان والي د دغه ولایت د انکشافي پلانونو په اړه خبرې وکړې او په سمنګان ولایت کې یې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق جوړېدل د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د خدمتونو د اسانتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله.
نوموړي د خصوصي سکتور سره د سمنګان ولایت مقام د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۴۰۲