د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغان او قزاق سوداګرو د ګډې ناستې کوربه و

د افغانستان د سوداګر ۍ او پانګونې اتاق د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه، د افغان – قزاق سوداګرو ګډه ناسته جوړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي، د عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د اتاق د حقوقي او نړیوالو چارو ستر سلاکار ښاغلي قلندر رحیمي او د دواړو هېوادونو د خوراکي توکو او پټرولیم سکتورونو مسؤلینو په کې ګډون درلود.

ښاغلي خان جان الکوزي د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د قزاقستان هېواد له افغانستان سره د مذهبي او فرهنګي مشترکاتو او همدارنګه ټرانزیټي، سوداګریزو، صنعتي او سیاسي اړیکو له پلوه پخوانی دوست وباله او د دواړو هېوادونو تر منځ يې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

ښاغلي الکوزي د افغانستان اوسنی وضعیت له منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا د نښلولو لپاره یو ښه فرصت وباله او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ټرانزیټ، کانونو او نورو بېلابېلو برخو کې همکاري او ګډه پانګونه وکړي.

ښاغلي داوود یوسفزي او محمد انورعارفي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه د قزاقستان سوداګرو ته هراړخیز معلومات ورکړل او افغان سوداګرو ته یې د قزاقستان له خوا د ویزې د ورکړې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
دوی د یو معیاري ځمکني دهلیز پر جوړولو ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ټول کورني تولیدات په چټکۍ سره صادر او وارد شي.

د قزاقستان سوداګرو په قزاقستان کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو ستونزو د حل او د ګډې پانګونې په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ.

 

چهارشنبه، غويي ۵مه، ۱۴۰۳