د افغان خصوصي سکتور مشرتابه په اروپا کې مېشت افغان سوداګرو او علمي او اقتصادي کدرونو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا او پانګونو جلب او جذب په موخه، په اروپا کې میشت افغان سوداګرو او علمي او اقتصادي کدرونو سره یوه ناسته جوړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق دارلإنشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخ، د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني، ذکریا بریالي، ضیاءالدین اچکزي او محمد ګردیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي قدرت الله جمال، د اقتصاد وزارت معین ښاغلي لطیف الله نظري، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، ډاکټر خوشحال روحي او په اروپا کې مېشتو سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.

ښاغلي مهمند خپل هېواد ته په اروپا کې د مېشتو افغان سوداګرو، علمي، اقتصادي او فرهنګي کدرونو د راتګ هرکلى وکړ او د نوي حکومت له راتګ وروسته يې د هېواد د خصوصي سکتور لاسته راوړنې او د خصوصي سکتور څخه يې د حکومت ملاتړ وستایه.

د اتاق لومړي مرستیال د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې سوداګریزې، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې مهمې وبللې او په اروپا کې له مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې د هېواد د پوهنتونونو د تدریس او ظرفیت لوړولو په برخه کې په حضوري او آنلاین ډول همکاري وکړي.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په هېواد کې شته فرصتونه د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او په اروپا کې له مېشتو ټولو افغان سوداګرو یې وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
نوموړي د داسې علمي او فرهنګي کدرونو راتګ نړۍ ته د افغانستان د اصلي انځور ورپیژندل وبلل.

ښاغلي ډاکټر روحي د دې غونډې د جوړولو له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې وویل، د دوی د سفر اصلي موخه په بهر کې د نړیوالو کنفرانسونو جوړول، د اقتصادي ودې او رغښت په برخه کې اړینې سلامشورې ورکول او په هېواد کې د پانګونې لپاره په بهر کې میښتو افغان پانګوالو هڅول وبلل.

ښاغلي خان محمد سرفراز باز ټولیز امنیت او د اداري فساد له منځه وړل د افغانستان د اوسني حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او په اروپا کې له مېشتو افغانانو څخه یې وغوښتل چې د اروپا خلکو ته د هیواد اوسنی اصلي انځور وروپېژني.
نوموړي د هېواد د خصوصي سکتور ودې، پراختیا او رغښت په برخه کې، د خپلو تجربو له شریکولو، مثبت ګامونو پورته کولو او د حکومت سره اوږه په اوږه کار کولو څخه ډاډ ورکړ.

 

یکشنبه، غويي ۲مه، ۱۴۰۳