د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د ولایتي اتاقونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چارو د ښه والي او د ولایتي اتاقونو د ستونزو د حل په موخه انلاین غونډه وکړه، چې د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي میرویس هوتک، حقوقي سلاکار، مالي مفتش، د مرکزي اتاق د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ولایتي اتاقونو اجرائیوي مسؤلینو په کې ګډون درلود.

ښاغلي هوتک د ولایتي اتاقونو رول د غړو په جلب او جذب او د هېواد خصوصي سکتور ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله او خصوصي سکتور غړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو، د دوی د ستونزو هواري لپاره د مرکزي اتاق سره د منظمو اړیکو نیولو، د حکومتي ادارو سره نیکو کاري اړیکو لرلو، په کار کې چټکتیا او د اړوندو ولایتونو له مختلفو سکتورونو سره د ناستو په ترسره کولو برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې ناسته کې، د ولایتي اتاقونو یو شمېر مسؤلینو، حقوقي سلاکار او د دې اتاق د بېلابېلو څانګو مسؤلینو د یو شمېر نورو سوداګریزو موضوعاتو او ویناوو تر څنګ د خپلو کاري څانګو او د اساسنامې په رڼا کې د ولایتي اتاقونو د فعالیتونو په اړه خبرې اترې وکړې او ژمنه يې وکړه چې د کار ښه والي او پرمختګ په موخه به خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

 

دوشنبه، وري ۲۷مه، ۱۴۰۳