د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د قزاقستان سوداګرۍ کور له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي پالیسي او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي د افغانستان لپاره د قزاقستان د سوداګرۍ کور له رئیس ښاغلي ارمان یاسینتایف سره د لیدنې په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا او غښتلتیا خبرې وکړې.

ښاغلي ارمان له افغانستان څخه قزاقستان ته د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د وچې مېوې او نورو خامو موادو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د قزاق سوداګرو د لیوالتیا خبر ورکولو ترڅنګ، د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.  

ښاغلي مهمند ښاغلي ارمان ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، قزاقستان یو پخوانی دوست او د دیني او کلتوري مشترکاتو، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو لرونکی هېواد وباله او په یاده برخه کې يې د اتاق هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

شنبه، وري ۱۸مه، ۱۴۰۳