د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ختیځو ولایتونو له سوداګرو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، په هغه مشورتي ناسته کې چې د هېواد لویو لارو په ځانګړې توګه د کابل – جلال آباد لويې لارې بیارغونې په موخه د ننګرهار ولایتي اتاق کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړو، د کسبګرو، کرنې او صنعت اتاقونو استازو، د ټرانسپورټ اتحاديې غړو او ختیځو ولایتونو ډیر شمیر سوداګرو او پانګوالو د ګډون کولو ترڅنګ، خپل د ارزښت وړ نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

ښاغلي مهمند د شمال ختیځو ولایتونو غوښتنې چې د ټرانسپورټ غړو له لوري دی د کابل – ننګرهار لويه لاره د "ټول پلازا" په شکل جوړه شي، د حکومت د مشرتابه مقام لارښوونو په اړه ګډون کوونکو ته معلومات وړاندی کړل او د مختلفو اتحادیو له غړو او ختیځو ولایتونو سوداګرو يې وغوښتل چې په دی برخه کې خپل نظرونه شریک کړي.

د اتاق لومړي مرستيال د هېواد په بیارغونه کې د هېوادوالو رول اړین وباله او د کابل- جلال اباد لويه لاره يې د هېواد له مهمو لويو لارو څخه وبلله او د دې لويې لارې رغول يې د هېواد د اقتصاد په وده، د سوداګريزو مالونو په خوندي توګه د لېږد رالېږد، ټرانزیټ، د موټر چلوونکو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو او د ټرافیکي پېښو مخنیوي برخه کې له ارزښته ډکه وبلله.

ښاغلي مهمند ټرانسپورټ یو له مهمو سکتورونو څخه وباله چې د هېواد ټولې برخې سره نښلوي او د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د مالکینو له لوري يې د"ټول پلازا" په شکل د هېواد لویو لارو په بیارغونه کې د دوی رول اړین وګاڼه او د ټرانسپورټ سکتور ټولو غړو څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

خان جان الکوزي د کابل-ننګرهار لويې لارې په جوړولو کې د ختيځو ولايتونو د سوداګرو رول مهم وباله او په اقتصادي، سياسي، امنيتي او ټولنيزو برخو کې يې د دې لويې لارې جوړول د ختيځو ولايتونو بنسټیزه اړتيا وګڼله او د یادې لارې د جوړولو برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ختیځو ولایتونو مختلفو سکتورونو استازو د دغه نیک اقدام له امله د حکومت د مشرتابه، د اقتصادي کمیسیون له محترم رئیس او د ننګرهار ولایت له محترم والي څخه مننه وکړه او د ټول پلازې په عملي کیدو یې خوښي څرګنده او د خپلې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

 

چهارشنبه، وري ۱۵مه، ۱۴۰۳