د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د صنعت اونۍ نندارتون له کاري څانګو لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د افغانستان نړیوال نندراتون مرکز رئیس ښاغلي عبدالصابر لطیفي په ملتیا د صنعت اونۍ نندراتون چې د روان لمریز کال غويي په ۲۳مه نېټه په لاره اچول کیږي، د کاري څانګو څخه لیدنه ترسره او د یاد نندارتون څخه يې د خپل ملاتړ اعلان وکړ.

ښاغلي مهمند د صنعت اونۍ نندارتون د سیمې په کچه یو له ملي او نړیوالو نندارتونونو څخه وباله او له سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو، خدماتي شبکو او نورو سکتورونو څخه یې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې برخه واخلي او خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د اتاق لومړي مرستیال د دغه ډول نندارتونونو د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو، سوداګرۍ لاسته راوړنو، ټرانزیټ او کرنې په برخه کې د څو کلونو لاسته راوړنې وبللې او د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه یې د خپل ملاتړ اعلان ترڅنګ، هېوادوال د کورنیو تولیداتو کارونې ته وهڅول.

ښاغلي مهمند ټولیز امنیت، د کوکنارو د کښت مخنیوی او د اداري فساد نه شتون د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ښه فرصتونه وبلل او له دولتي چارواکو یې وغوښتل چې د هېواد د خصوصي سکتور د ننګونو په هواري کې عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي الکوزي په افغانستان کې د پانګونې لپاره شته فرصتونه مناسب وبلل او له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو یې وغوښتل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 

دوشنبه، وري ۱۳مه، ۱۴۰۳