د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او ایراني سوداګریز پلاوي په جلا او ګډو ناستو کې ګډون وکړ

له ایران څخه د یوه سوداګریز پلاوي په راتګ سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي ولسوالۍ د سوداګرۍ پلاوي ترمنځ جلا او ګډې ناستې د یادو وزارتونو په مقر کې ترسره شوې.

په هغه ناسته کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مقر کې ترسره شوه، د یاد وزارت وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ایران خراسان رضوي ولسوالۍ سوداګریز پلاوي او په افغانستان کې د ایران سوداګریزې آتشې ګډون درلود.

په دې کتنه کې ښاغلي مهمند په افغانستان کې د شته سوداګریزو او پانګه ایزو  فرصتونو، د ټولیز امنیت تامین، د اداري فساد له منځه وړل، د کوکنارو د کښت مخنیوی او پرځای يې پنبې او نورو کرنیزو توکو ته ځای ورکول د پانګونې په برخه کې اساسي موضوعګانې وبللې او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره يې د پانګونې لاملونه په ګوته کړل.
نوموړي د سوداګرۍ د ودې او اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان او ایران ګډې پانګونې مهمې وبللې او د صنعتي پارکونو او د ګډ ترانسپورتي سیستم پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

خان جان الکوزي د هېواد له خصوصي سکتور سره د اړوندو دولتي چارواکو له ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې ترانزیتي ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې اساسي ننګونه وبلله او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د چابهار بندر د فعالولو او ښې ګټې اخیستنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز په بله غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر محترم الحاج مولوي عطاء الله عمري، د ایران د رضوي خراسان سیمې د سوداګریز پلاوي او په افغانستان کې د دې هیواد د سوداګریزې آتشې ګډون درلود.

ښاغلي مهمند افغانستان یو کرنیز او د ډیرو اوبو لرونکی هېواد وباله او د کرنې سکتور يې په هېواد کې د اقتصادي ودې او کارموندنې برخه کې اړین ګڼلو ترڅنګ، د کرنې په سکتور کې د شته ظرفیتونو په ځانګړي ډول د خصوصي سکتور له خوا د بېلابېلو کرنیزو سکتورونو د پراختیا او میکانیزه کیدو یادونه وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې د افغان او ایراني پانګوالو ترمنځ پر ګډې پانګونې ټینګار وکړ.

چهارشنبه، کب ۲مه، ۱۴۰۲