د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې وزارت ګمرکونو عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د درملیزو خدماتو اتحاديې رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ يې ملتیا کوله د مالیې وزارت ګمرکونو له عمومي رئیس ښاغلي عبدالمتین سعید سره لیدنه ترسره او د درملو واردونکو ستونزو په اړه يې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

ښاغلي مهمند په اسیکوډا سیستم کې د درملو لست نه شتون، د ننګرهار په ګمرک کې د ګمرکي اسنادو طی مراحل پروسه کې ځنډ، په درملو د لوړې تعرفې او د هېواد په ګمرکونو کې د درملو لپاره د معیاري موټر تم ځایونو نه شتون د درملو سکتور د عمده ستونزو په توګه یاد کړل او د ماليې وزارت ګمرکونو له عمومي رئیس څخه یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو غوښتنه وکړه.

د ګمرکونو عمومي رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال او ورسره مل ټیم ته د راغلاست ویلو وروسته ژمنه وکړه چې، د درملو واردونکو ستونزو حل برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

دوشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۴۰۲