بلخ ولایت ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیالانو کاري سفر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی فیض احمد خوافي او د خدماتو مرستیال ښاغلی عنایت الله صدیق‌زی، د یو کاري سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ولاړل او هلته یې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه، سوداګرو، پانګوالو او همدارنګه د یاد ولایت د نفتو او ګازو اتحادیې له مسؤلینو سره لیدنې او خبرې وکړې.
 
په یادو ناستو کې د بلخ ولایت د خصوصي سکټور او د نفتو او ګازو اتحادیې پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې وڅېړل شوې. ګډونوالو د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې د چاپېریال د ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور ترمنځ یې پر نږدې همغږۍ او همکاریو ټینګار وکړ.
ښاغلي خوافي د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه او د نفتو او ګازو اتحادیې له مسؤلینو سره په جلا جلا ناستو کې د بلخ خونې د اغېزمنو خدمتونو او په دې ولایت کې سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو رول وستایه. نوموړي د نفتو او ګازو سکټور د فعالانو ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې هم واورېدې او د خصوصي سکټور د یووالي او همغږۍ پر اهمیت یې خبرې وکړې چې د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره بنسټیز ارزښت لري. هغه د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د تعقیب او حل په برخه کې خپله ژمنتیا هم څرګنده کړه.
همدارنګه په دغو لیدنو کې د حیرتان بندر شته ستونزې لکه د نوبت ورکولو بهیر، د واګونونو په تخلیه کې ځنډ او نور ترانزیټي او سوداګریز خنډونه په تفصیل سره وڅېړل شول. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالانو ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د اړوندو ادارو له مشرانو سره شریکې کړي او د مناسبو حل لارو د موندلو او د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو د اسانتیا لپاره به لازمې هڅې ترسره کړي.
دغه سفر د خصوصي سکټور ستونزو ته د رسېدنې، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ په موخه ترسره شو.
 
شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۵