د تاشکند ښار د مرستیال حاکم سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د تاشکند ښار د مرستیال حاکم ښاغلي شروف رشیدویچ سره وکتل او په اړونده موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وروستیو کلونو کې د ازبکستان هېواد د بېلابېلو والیانو او سوداګریزو پلاوو کوربه‌توب کړی دی. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې له زیاتوالي څخه هم خوښي څرګنده کړه.
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د تاشکند ښار مرستیال حاکم ته د کابل د سفر بلنه ورکړه چې ښاغلي رشیدویچ هم ومنله او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې به د یو سوداګریز پلاوي په ملتیا کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي شروف رشیدویچ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاریو او ګډو فعالیتونو له پراختیا هرکلی وکړ او د کابل، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې یې د ازبکستان د سوداګریزو کورونو جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یو مهم ګام وباله.
د تاشکند ښار مرستیال حاکم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ لپاره به له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.
د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ولایتي چارو مرستیال ښاغلی الحاج فیض احمد خوافي هم و.
 
پنجشنبه، غبرگولي ۱۴مه، ۱۴۰۵