د ازبېکستان ټرانسپورټ له وزیر سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي، د ازبېکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د ټرانسپورټ له وزیر ښاغلي الهام رستم اویچ محکم‌اوف او د ازبېکستان د اورګاډي پټلۍ له عمومي رئیس ښاغلي ظفر غیاث اویچ نرزولایوف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې ناسته کې ښاغلي هاشمي د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا او اسانتیاوو پر اهمیت خبرې وکړې او د ټرانسپورت او ټرانزیټ په برخه کې یې د شته ستونزو پر حل ټینګار وکړ. نوموړي د تشو واګونونو، د لېږد رالېږد د لګښتونو د زیاتوالي او افغان سوداګرو او صادرونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو اړتیا ته اشاره وکړه او ازبېکستان او د سیمې نورو بازارونو ته د افغانستان صادراتو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د ازبېکستان د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي محکم‌اوف د افغانستان له خصوصي سکټور سره د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورتي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره یې مهم وړاندیزونه وړاندې کړل. نوموړي د عصري لوجستیکي مرکزونو جوړول، په سرحدي بندرونو کې د ۲۴ ساعته خدماتو فعالول، د مجهزو او عصري ګودامونو جوړول او همدارنګه د نایب‌آباد بندر څخه تر حیرتان بندر پورې د ټرانسپورټي لاري پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا مهم پروګرامونه وبلل.
همدارنګه، د ازبېکستان د اورګاډي پټلۍ عمومي رئیس ښاغلي نرزولایوف د ګودامونو د ظرفیت پر لوړولو او د سوداګریزو بارونو د تخلیې د پړاو پر چټکتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ګڼې ګوڼې او د تخلیې د محدود ظرفیت له امله ډېری واګونونه په ټاکلي وخت نه تخلیه کېږي، چې دا چاره د لېږد رالېږد پر پړاو منفي اغېز کوي.
د غونډې په پای کې، د خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د یادو وړاندیزونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به دغه وړاندیزونه له اړوندو ادارو، په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره شریک کړي.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۱۳مه، ۱۴۰۵