د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستیال ښاغلي آرین زلگی عظیمي، د خدماتو مرستیال ښاغلي عنایت الله صدیقزي او د پالیسي او د حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي میراجان سلیمانخیل په ملتیا، د پاکستان د مرستیال سفیر ښاغلي عظیمالله چیما سره په کابل کې د یاد سفارت په مقر کې وکتل.
په دې ناسته کې د اتاق مرستیالانو د افغان سوداګرو لپاره د تجارتي ویزو د صدور ستونزې، د پاکستان سره د سوداګرو د صادراتو او ترانزیټ ستونزې، او همدارنګه د ۲۱۲ توکو موضوع چې د پاکستان په منفي لست کې شامل دي او هغه توکي چې پاکستان پرې ۱۰٪ تعرفه وضع کړې ده، د پاکستان د سفیر له مرستیال سره وڅیړلې. له ښاغلي چیما څخه وغوښتل شول چې د پاکستان اړخ دې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پاکستان سفارت مرستیال د اتاق د مشرتابه پلاوي هرکلی وکړ او د افغان سوداګرو او پانګهوالو لپاره د تجارتي ویزو په برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي وړاندیز وکړ چې د تجارتي او ترانزیټي ستونزو د حل او د یادو موضوعاتو د تعقیب په موخه دې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره یوه ګډه تخنیکي کمیټه جوړه شي.
چهارشنبه، د وږي ١٩مه، ۱۴۰۴